د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزير مملکت د ترکيه سفير عرفان نذير اوغلو سره وليدل،په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزير مملکت وجيهه قمر پاکستان كښې د ترکيه سفير عرفان نذير اوغلو سره د ترکيې په سفارتخانے كښې ليدلي دي۔ ملاقات كښې د ترك ايجوکيشن قونصلر مهمت طويران هم موجود ؤ۔د ملاقات په مهال د پاکستان او ترکيه ترمينځه تعليمي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوي او اعليٰ تعليم، …

اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د وفاقي تعليم و پيشه وره تربيې وزير مملکت وجيهه قمر پاکستان كښې د ترکيه سفير عرفان نذير اوغلو سره د ترکيې په سفارتخانے كښې ليدلي دي۔ ملاقات كښې د ترك ايجوکيشن قونصلر مهمت طويران هم موجود ؤ۔د ملاقات په مهال د پاکستان او ترکيه ترمينځه تعليمي څانګه كښې دوه اړخيزه مرستي ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه شوي او اعليٰ تعليم، فني و پيشه وره تربيې پشمول بېلو تعليمي څانګو كښې د اشتراك عمل زياتولو امکانات جاج واخستلے شو۔د جمعې په ورځ د وزارت د اړخه جاري شوې پريس ريليز له مخې وجيهه قمر د تعليمي پلاويو په تبادلو، د كار استعداد زياتولو او د دواړو هېوادونو تعليمي ادارو ترمينځه اداره جاتي رابطو په اهميت زور راوړو۔ دې ووئيل پاکستان د تعليم او پوهو په څانګو كښې د ترکيه د تجربو څخه د استفاده کولو خوښي لري او په دې لړ كښې شريك اقدامات به زياتولې شي۔د ترکيې سفير عرفان نذير اوغلو د پاکستان سره تعليمي اړيكو له قوي كولو د عزم پخلے وكړو او وظائف، شريك تعليمي پروګرامز او د زدكونكو او استاذانو تبادلے په شان اقداماتو د لارې مرستي زياتولو كښې شې خوښي ولرله۔د ملاقات په اختتام دواړو ډلو د تعليم په څانګه كښې معنيٰ لرونكي او كوټلي شراکت دارۍ د لارې پاکستان او ترکيې دوه اړخيزه اړيكو ته لا ودي وركولو شريك عزم پخلے وكړو