اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې د پولې بندېدو نه وروسته د پاكستان سفارت او قونصل خانه په افغانستان كښې د پاكستان وګړو او زده كوٶنكو سره مسلسله په رابطه كښې ده چا چې هېواد ته ستنېدو لپاره مرسته كښې خوښي لرله ۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ده ووئيل چې د پاکستان چارواكو سره …
د پولې بندېدو نه وروسته د پاكستان سفارت او قونصل خانه په افغانستان كښې د پاكستان وګړو او زده كوٶنكو سره مسلسله په رابطه كښې ده۔ د خارجه دفتر وياند
اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند طاهر حسېن اندرابي وئيلي دي چې د پولې بندېدو نه وروسته د پاكستان سفارت او قونصل خانه په افغانستان كښې د پاكستان وګړو او زده كوٶنكو سره مسلسله په رابطه كښې ده چا چې هېواد ته ستنېدو لپاره مرسته كښې خوښي لرله ۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال ده ووئيل چې د پاکستان چارواكو سره هم د وګړو سلامتيا لپاره په رابطه كښي يو او اړوند پاكستاني ادارو سره په ګډه د دوي محفوظ واپسي باوري كوٶ٬ تر اوسه سفارت سره په رابطه كښې پاتې كېدونككې 15 زده كوٶنكي او 291 نور كسان حفاظت سره پاكستان ته رارسېدلې دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل چې پاکستان به په ون چائنه پالیسۍ ولاړ وي او تائيوان د چين ناقابل تنسیخ برخه ګڼي۔ ده په اړوند هېوادونو زور راوړو چې ھغوي دې د خپلو تاريخي لوظنامو پالنه وكړي او امن او استحکام ته د زيان رسېدونكو اقداماتو نه دې ډډه وكړي










