اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قيمتي زرمبادله بچ كولو لپاره د تېل او ګاز نوې پانګې لټول په حكومتي ترجيحاتو كښې د شاملولو او د تېل او ګاز چين ته درامد كېدو نه تر صارفينو استعمال د ډيجيټائز كولو لپاره د سمدستي اقداماتو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ …
وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د پټروليم ډويژن چارو په اړه مهمه غونډه٬ قيمتي زرمبادله بچ كولو لپاره د تېل او ګاز نوې پانګې لټول په حكومتي ترجيحاتو كښې د شاملولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف قيمتي زرمبادله بچ كولو لپاره د تېل او ګاز نوې پانګې لټول په حكومتي ترجيحاتو كښې د شاملولو او د تېل او ګاز چين ته درامد كېدو نه تر صارفينو استعمال د ډيجيټائز كولو لپاره د سمدستي اقداماتو امر كړے دے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د پټروليم ډويژن چارو په اړه مهمه غونډه شوې چې پكښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احد خان چيمه، علي پرويز ملك او اړوند سركاري چارواكو ګډون كړې۔ غونډې ته خپلې وېنا كښې وزيراعظم امر وكړو چې د تېل او ګاز چين ته د درآمد كېدو نه تر صارفينو استعمال دې په ترجيحي بنيادونو ډيجيټائز كړې شي۔ ده ووئيل چې د تېل او ګاز د ترسيل سپلائي چين ډيجيټائزيشن څخه به د دې مصنوعاتو قاچاق مخنيوي ممكن شي او قامي خزانې به ګټه ورسي۔ په غونډه كښې د پټروليم او ګاز سيکټر روډ ميپ په اړه د بريفنګ په مهال ووئيل شول چې آئل اينډ ګيس ډويلپمنټ کمپني (او جي ډي سي اېل)په ضلع کوهاټ كښې په ناشپا بلاك كښې د تېل او ګاز لوے پانګې لټولې دي۔ وزيراعظم په ناشپا بلاك كښې د تېل او ګاز په لويو پانګو موندلو قام له مباركي وركړې او په دې لړ كښې ئې د اړوند ادارو د كار ستائنه كړې ده۔ وزيراعظم ته ووئيل شول چې دې پانګو څخه به هره ورځ 4100 بيرله تيل راوباسلې شي۔ د بريفنګ له مخئ په سږني كال په ژمي كښې كورنيو صارفينو ته د تېر كال په نسبت بهتر پرېشر سره ګا وركولې كېږي، د آر اېل اېن جي په کنکشنز په تندۍ سره كار جاري دے او تر جون كال 2026 به 35 زره كنكشنز هدف بشپړ كړې شي۔ د بريفنګ په مهال ووېيل شو چې شيوا ګيس فيلډ او بټاني ګيس فيلډ لپاره پائپ لائنز كمېشن كړې شوے دے او کوټ پالك ګيس فيلډ څخه په پائپ لائن كار جاري دے










