اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) حکومت په پاکستان كښې د موجود هندي بنديوانو فهرست د هند هائي کمېشن ته حواله كړې دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې پاکستان په مجموعي توګه 257 بندي چې پكښې 58 وګړي بنديوان او 199 كبانونو نيونكو شامل دي فهرست اسلام آباد كښې د هند هائي کميشن ته حواله كړې۔ د بنديوانو د فهرستونو دا تبادله …
حکومت په پاکستان كښې د موجود هندي بنديوانو فهرست د هند هائي کميشن ته حواله كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) حکومت په پاکستان كښې د موجود هندي بنديوانو فهرست د هند هائي کمېشن ته حواله كړې دے۔ د زيارت په ورځ د خارجه وزارت جاري شوې بيان له مخې پاکستان په مجموعي توګه 257 بندي چې پكښې 58 وګړي بنديوان او 199 كبانونو نيونكو شامل دي فهرست اسلام آباد كښې د هند هائي کميشن ته حواله كړې۔ د بنديوانو د فهرستونو دا تبادله پاکستان او هند ترمينځه په 21 مئي 2008 ترسره شوې قونصلر رسني معاهدے له مخې شوي چې له مخې ئې دواړه هېوادونه كال كښې دوه ځل په 01 جنوري او 01 جولائي د يو بل په تحويل كښې د موجود بنديوانو د تفصيلاتو تبادله کوي۔ د هند حکومت هم نوي ډيلي كښې د پاکستان هائي کميشن سره د پاکستان د بنديوانو فهرست وركوي










