اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې موبائل او اليکټرانك ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسي په اړه د اعليٰ پائې غونډه شوي چې پكښې د صنعت و پيداوار سيکريټري سيف انجم، چيف ايګزيکټو آفيسر انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ (اي ډي بي) حماد منصور او موبائل فون مينوفيکچررز نمائندګانو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال موبائل او اليکټرانك ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسي …
د هارون اختر خان په مشرۍ كښې موبائل او اليکټرانك ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسي په اړه د اعليٰ پائې غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم د صنعت و پيداوار خاص مرستيال هارون اختر خان په مشرۍ كښې موبائل او اليکټرانك ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسي په اړه د اعليٰ پائې غونډه شوي چې پكښې د صنعت و پيداوار سيکريټري سيف انجم، چيف ايګزيکټو آفيسر انجينئرنګ ډويلپمنټ بورډ (اي ډي بي) حماد منصور او موبائل فون مينوفيکچررز نمائندګانو ګډون وكړو۔د غونډي په مهال موبائل او اليکټرانك ډيوائس مينوفيکچرنګ پاليسي 2026ء نه تر 2033ء په اړه تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔ د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر خان ووئيل ټولي پاليسۍ د سټيك هولډرز مشاورت نه پس مرتب کړې شوي او په دې كښې موبائل فونز، ليپ ټاپس او نور اليکټرانك ډيوائسز شامل دي كوم چې يوه كوټلي پاليسي جوړوي۔ده ووئيل دا پاليسي د پاکستان لپاره ساده اسمبلنګ نه تر بشپړه مينوفيکچرنګ پلو د يو مهمي او بنيادي بدلون علامت دے او هېواد كښې مينوفيکچرنګ او برآمدات ودې لپاره ضروري دې۔










