مردان 01 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په دفاعي لحاظ سره تېر شوې كال پاكستان په ډېر ښه او تاريخي ٶ، پاکستان يو شمېر چنده لوي دښمن ته عبرت وړ ماتې وركړې٬ د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم يوازې يو ليپ ټاپ نه دے بلكې دا خپلو ځوانانو ته هنر٬ تعليم او روزګار وركول دي۔ دا خبره …
په دفاعي لحاظ سره 2025 پاكستان لپاره تاريخي ٶ، پاکستان يو شمېر چنده لوي دښمن ته عبرت وړ ماتې وركړې۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
مردان 01 جنوري (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي چې په دفاعي لحاظ سره تېر شوې كال پاكستان په ډېر ښه او تاريخي ٶ، پاکستان يو شمېر چنده لوي دښمن ته عبرت وړ ماتې وركړې٬ د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم يوازې يو ليپ ټاپ نه دے بلكې دا خپلو ځوانانو ته هنر٬ تعليم او روزګار وركول دي۔ دا خبره ده د زيارت په ورځ د عبدالولي خان يونيورسټي مردان زده كوٶنكو ته د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم له مخئ د ليپ ټاپ وركولو دستوره كښې د خپلې وېنا په مهال كړې۔ انجينئر امير مقام ووئيل نن زه د پاكستان سباٶن يعني يوتھ ته مخاطب يم٬ د نوي كال په پېل ستاسو پشمول ټول قام له مباركي وركوم٬ په دفاعي لحاظ سره تېر شوې كال پاكستان په ډېر ښه او تاريخي ٶ، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې او د وزيراعظم شهباز په قيادت كښې پاکستان يو شمېر چنده لوي دښمن ته عبرتناك ماتې وركړې، دې كاميابۍ زمونږ د هېواد او قام سر په نړۍ كښې هسك كړې، ګرده نړۍ كښې د پاکستانيانو عزت زيات شوے۔ ده ووئيل چې وزيراعظم محمد شهباز شريف په لنډه موده كښې هېواد د تيارو او ديواليه كېدو نه رابهر كولو سره پخپلو پښو ودرولې٬ د حكومت ترلاسه كولو نه وړاندې ګراني 40 فيصده ته رسېدلې وه، د شهباز شريف د سختۍ خوارۍ له امله ګراني څلور فيصده ته راغلے ده او ډېر زره به منفي ته راشي۔ ده ووئيل د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم يوازې يو ليپ ټاپ نه دے بلكې دا خپلو ځوانانو ته هنر٬ تعليم او روزګار وركول دي٬ وزيراعظم محمد شهباز شريف جذبه ځوانان اختيار مند او باوقار جوړول دي او د دوي وژن او سوچ زده كوٶنكي او يوتھ پخپلو پښو ودرول دي۔ انجينئر امير مقام ووئيل د پنجاب په څېر د صوبې ماشومانو او ځوانانو لپاره دانش سکول په ډول د اعلي تعليم موقعې پكار دي، د صوبې اولس ترهګرۍ څخه ځپلې شوې دي دوي لپاره د تعليم او روزګار موقعې پكار دي، صوبائي حکومت بايد هم په ځوانانو سرمايه كاري وكړي٬ ده ووئيل چې تېر حكومت دا سكيم بند كړې٬ليپ ټاپ د ځوانانو ضرورت او د وخت تقاضا ده خو د بده مرغه تېر حكومت دا بند كړې۔ وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيل چې سږ كال به د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم له مخې د عبدالولي خان يونيورسټۍ 900 زده كوونكو ته په مېرټ لېپ ټاپ وركوٶ، د صوبې پخواني وزيراعلي امير حيدر خان هوتي ته داد وركوم چا چې پخپل دور كښې په مردان كښې داسې بهترينه يونيورسټي جوړه كړې كومه چې نن د صوبې ځوانانو ته تعليم وركوي۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام د وسله والو ځواكونو جراتب او وظيفائي صلاحيتونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو د دوي قربانيو ته سلام وړاندې كړو۔ وفاقي وزير په دې موقع زده كوٶنكو ته لېپ ټاپ هم وركړل۔ وفاقي وزير لېپ ټاپ په ترلاسه كوونكو هلكانو جينكو (زده كوٶنكو) زور راوړو چې ھغوي دې دا سهولت تحقيق، جدت او د پاکستان پرمختګ لپاره په كار راولي او دعا ئې وكړه چې نوې كال دې پاكستان لپاره د امن، وحدت او خوشحالۍ پېغام راوړي۔ د دې نه وړاندې عبدالولي خان يونيورسټۍ په رارسېدو وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر جميل احمد، د فيکلټۍ غړو او انتظاميه د وفاقي وزير انجينئر امير مقام تود هركلے وكړو٬ وائس چانسلر وفاقي وزير ته د پوهنتون په هلو ځلو جامع بريفنګ وركړو۔ وفاقي وزير د جامعه د كاركردګۍ ستائنه كولو سره د لوړو زده كړو دوې لپاره د حکومت د بشپړه مرستې باور وركړٶ۔ په دې ومقع د پاکستان مسلم ليګ (ن) ضلع مردان مشران اېم پي اے جمشيد مومند او صدر ايډووکيټ عنايت شاه باچا هم موجود ٶ










