اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په مشرۍ كښې په سي ډي اے هېډكوارټر كښې خصوصي غونډه وشوه په كومه كښې چې د اولسي خېر ښېګړې په يو شمېر پروژو د پېشرفت جاج واغستے شو او د وګړو آسانيو لپاره د نورو پروژو پېل كولو پرېكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې په اسلام آباد كښې به سټېټ آف دی آرټ کرکټ سټېډیم …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې په سي ډي اے هيډكوارټر كښې خصوصي غونډنه

مزید خبریں
اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په مشرۍ كښې په سي ډي اے هېډكوارټر كښې خصوصي غونډه وشوه په كومه كښې چې د اولسي خېر ښېګړې په يو شمېر پروژو د پېشرفت جاج واغستے شو او د وګړو آسانيو لپاره د نورو پروژو پېل كولو پرېكړه وكړې شوه۔ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې په اسلام آباد كښې به سټېټ آف دی آرټ کرکټ سټېډیم جوړولے شي۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوی په 10 ورځو كښې د سټېډيم حتمي ډيزائن وغوښتلو۔ په غونډه كښې نېشنل پارك لپاره د مخصوص اېريا بېلولو پرېكړه وكړې شوه۔ دغسې په اسلام آباد كښې د سېف سټي پراجېكټ دائره پراخا كولو پرېكړه هم وشوه۔ په غونډه كښې په كشمير چوك د ټرېفك بهير روان ساتلو له د ”سمارټ انډر پاس” جوړولو پرېكړه وكړې شوه۔ وفاقي وزير ووئيل چې په 10 ورځو كښې دې د سمارټ انډرپاس حتمي ډيزائن وړاندے كړے شي۔ په غونډه كښې په اسلام آباد كښې د فائيو سټار هوټل جوړولو له د نوموړو كمپنيو خذمات ترلاسه كولو پرېكړه وكړې شوه۔ په اسلام آباد كښې لا اوږدې مودې څخه د خالي كمرشل پلاټس تفصيلات وغوښتلې شوو۔ په غونډه كښې د سالډ وېسټ مېنجمنټ کمپنۍ خذمات ترلاسه كولو له د خصوصي ټيم تشكيلولو پرېكړه وكړې شوه۔ دغسې د قانون نافذ كوونكو ادارو هېډ كوارټر لپاره د زمكې بېلولو پرېكړه وكړې شوه۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل چې اسلام آباد كښې به د تجاوزاتو په ضد آپرېشن بشپړ قوت سره روان ساتلے شي۔ په غونډه كښی په وفاقي پلازمينه كښې د نوي كنونشن سنټر جوړولو له په بېلو وړاندېزونو غور وكړے شو۔ دغسې په غونډه كښې د فېډرل کانسټېبلری، رېنجرز او اسلام آباد ټرېفک پولیس هېډكوارټرز لپاره زمكه بېلولو له د بېلو وړاندېزونو جاج واغستے شو۔ د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندھاوا بريفنګ وركړو۔ آئی جی اسلام آباد پولیس علی ناصر رضوی۔ ډپټی کمشنر۔ اېډیشنل ډپټی کمشنر جنرل ۔ سی ټی او۔ اېس اېس پی آپرېشنز۔ د سی ډی اے غړو او اعلی چارواكو په غونډه كښې ګډون وكړو










