د وزيراعظم په مشرۍ كښې د جاج غونډه٬ د معيشت په اړه د اړوند وزارتونو عملي اقدامات٬ د لنډې مودې بشپړه تګلاره او سفارشات طلب

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د معيشت په اړه ټولو وزارتونو څخه عملي اقدامات او د لږې نه لږې دورانيې پشمول بشپړه لائحې لپاره تجويزونه طلب كولو سره وئيلي دي چې د سرمايه کارو آسانۍ لپاره اداره جاتي او انتظامي سهولتونه وړاندې كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده، په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره د برآمداتو څانګې د ترويج تجويزونه او مجوزه پرمختيائي منصوبو ته …

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د معيشت په اړه ټولو وزارتونو څخه عملي اقدامات او د لږې نه لږې دورانيې پشمول بشپړه لائحې لپاره تجويزونه طلب كولو سره وئيلي دي چې د سرمايه کارو آسانۍ لپاره اداره جاتي او انتظامي سهولتونه وړاندې كول د حكومت وړومبۍ ترجيح ده، په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره د برآمداتو څانګې د ترويج تجويزونه او مجوزه پرمختيائي منصوبو ته دې خاص اهميت وركړے شي٬ موثره معاشي اصلاحات او مجموعي معاشي پرمختګ لپاره ټولو وزارتونو له همكارۍ او د وفاقي او صوبائي حکومتونو ترمېنځه مرسته د كليدي اهميت وړ ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د نوي كال په وړومبۍ ورځ د معيشت په اړه ټولو اړوند وزارتونو كښې جاري انتظامي او معاشي اصلاحاتو، سرمايه کارۍ كښې اضافه او د مجوزه پرمختيائي منصوبو پېشرفت په اړه د جاج غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونده كښې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، عطاء تارړ، علي پروېز ملك، احد خان چيمه، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء ، د وزيراعظم خاص مرستيال هارون اختر، د ټولو صوبو چيف سيکټريز، د اېس آئي اېف سي نيشنل کوآرډينيټر او نورو اړوند سركاري چارواكو ګډون كړې۔ په دې موقع وزيراعظم د معيشت په اړه ټولو وزارتونو څخه عملي اقدامات او د لږې نه لږې دورانيې پشمول جامع لائحې لپاره تجويزونه طلب كړل٬ په دې موقع د بېلو وزارتونو لخوا وزيراعظم ته د جاري پرمختيائي منصوبو او معاشي، اداره جاتي انتظامي اصلاحاتو په روان کار پېشرفت نه خبر كړے شو۔ وزيراعظم معاشي پرمختګ او د اصلاحاتو په تجويزونو كښې د وزارتونو ترمېنځه همغږي او د صوبو او وفاقي ادارو ترمېنځه د مرستې باوري كولو هم امر وكړو۔ وزيراعظم ووئيل د حكومت لخوا په اقتصادي اصلاحاتو اډانه د معاشي ګورننس په اړه په وړاندې كړې شوې پاليسو د ټولو وزارتونو لخوا موثره عملدرامد ضروري دے۔ وزيراعظم امر وكړو چې ټول وزارتونه ته دې د خپلو څانګو اړوند بهرنۍ او كورنۍ سرمايه كاري او پرمختيائي منصوبو لپاره سفارشات زر تر زره مرتب كړي، سرمايه کارو ته آسانو لپاره اداره جاتي او انتظامي سهولتونه د حكومت وړومبۍ ترجيح ده۔ وزيراعظم كورنيو او بهرنيو سرمايه كارو ته لا سهولتونه وركولو لپاره سفارشات هم طلب كړل او امر ئې وكړو چې په سرمايه کارۍ كښې اضافې لپاره دې د برآمداتو څانګې د ترويج تجويزونه او مجوزه پرمختيائي منصوبو ته خاص اهميت وركړې شي۔ ده ووئيل د موثر معاشي اصلاحاتو او مجموعي معاشي پرمختګ لپاره د ټولو وزارتونو د ګډې همكاري او د وفاقي اوصوبائي حکومتونو شريكه مرسته كليدي اهميت لري، په بهرنۍ سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره اړوند وزارتونه په ګرده نړۍ كښې د پاکستان سفارتونو د لارې بهرنو سرمايه كارو ته سهولت لپاره دې موثره مرسته وكړي٬ سرمايه کارۍ لپاره د پاكستان په سفارتونو كښې سرمايه کارو لپاره سهولتونه او د نورو اهمو معلوماتو ابتدائي خبرتيا دې باوري كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې وزارتونه دې سرمايه كارۍ كښې اضافې لپاره صنعتي پيداوار، زراعت او نورو ټولو اهمو څانګو ته يو ډول پام وكړي

مزید خبریں