اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د ایئر یونیورسټی، اېچ الېون کېمپس د زده كوؤنكو 94 كسيزه پلاوي د فېكلټۍ غړي په مشرۍ كښې د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره وكړه۔ سېنېټ ته د رارسېدو په مهال اعلی چارواكو پلاوي ته تود هركلے ووے۔ د مطالعاتی دورې په مهال پلاوې د سېنېټ ميوزيم ته لاړو او دغلته ورته د پاكستان د پارليماني تاريخ ٬ په قومي چارو كښې د سېنېټ د كردار ٬ …
د ایئر یونیورسټی، ايچ الیون کیمپس پلاوي د پارليمنټ هاؤس دوره

مزید خبریں
اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د ایئر یونیورسټی، اېچ الېون کېمپس د زده كوؤنكو 94 كسيزه پلاوي د فېكلټۍ غړي په مشرۍ كښې د پارليمنټ هاؤس مطالعاتي دوره وكړه۔ سېنېټ ته د رارسېدو په مهال اعلی چارواكو پلاوي ته تود هركلے ووے۔ د مطالعاتی دورې په مهال پلاوې د سېنېټ ميوزيم ته لاړو او دغلته ورته د پاكستان د پارليماني تاريخ ٬ په قومي چارو كښې د سېنېټ د كردار ٬ د سېنېټ ټاكنو او نورو پارليماني چارو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په دې موقع پلاوي ته د سېنېټ په تاريخ او مهمو پارليماني پړاؤنو مشتمل خصوصي دستاوېزي فلم وښودلے شو۔ پلاوي د سېنېټ هال دوره هم وكړه چرته چې ورته د غونډې د كارروايۍ تګلارې ٬ د قانون سازۍ بېلو پړاؤنو او د پارليماني كمېټيو د نظام په اړه پوهاوې وركړې شو۔ دې څخه وروستو پلاوي د ګلي دستور دوره وكړه۔ پلاوي ته د آئين پاكستان د تشكيل ٬ آئيني ارتقاﺀ او په هېواد كښې د آئيني تاريخ مهمو پړاؤنو په اړه معلومات وركړې شول۔ پلاوي پاكستاني آئين سره اړوند دا تعليمي او معلوماتي تجربه ګټوره وګرځوله۔ د دورې په پايه كښې د ایئر یونیورسټۍ پلاوي د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په وړاندې كړې شوي بشپړ بريفنګ او لارښودنه مننه وكړه او دا مطالعي دوره يۍ په خپل تعليمي سفر كښې يوه يادګاره او معلوماتي تجربه وګرځوله۔










