ماسکو۔1جنوری(اے پی پی) د روسيه تر كنټرول لاندې كھيرسون سيمه كښې د نوي كال په يوه دستوره د يوكرېني ډرون بريد په نتيجه كښې لږ تر لږ 24 كسان مړه او 50 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د تاس له مخې د كھير سون ګورنر ولادیمیر سالډو په ټېلي ګرام خپل بيان كښې وئيلي چې تېره شپه دښمن په يو داسې ځاې بريد وكړو چرته چې وګړو د نوي كال …
د روسيه په كھيرسون سيمه كښې د نوي كال په دستوره د يوكريني ډرون بريد ٬ 24 كسان مړه ٬ 50 ٬ژوبل

مزید خبریں
ماسکو۔1جنوری(اے پی پی) د روسيه تر كنټرول لاندې كھيرسون سيمه كښې د نوي كال په يوه دستوره د يوكرېني ډرون بريد په نتيجه كښې لږ تر لږ 24 كسان مړه او 50 څخه زيات ژوبل شوي دي۔ د تاس له مخې د كھير سون ګورنر ولادیمیر سالډو په ټېلي ګرام خپل بيان كښې وئيلي چې تېره شپه دښمن په يو داسې ځاې بريد وكړو چرته چې وګړو د نوي كال جشن لمانځلو۔ درې ډرنز د بحېرہ اسود په ساحل کھورلی سيمه كښې په يوه كېفے او يو هوتل بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ د اطلاعاتو له مخې 50 كسان ژوبل او 24 مړه شول۔ ده ووئيل زياتره كسان ژوندي وسوزېدل۔ ګورنر زياته كړه چې د ډرون بريد د لاسه په لګېدلي اور قابو موندلے شوے دے۔










