ملګري ملتونه ۔1جنوری(اے پی پی) پاکستان په خلا په خاص توګه لو ارتھ آربټ (اېل ای او) كښې د قانون سرلوړي او جوابدهي باوري كولو له په قانوني توګه پابند نړيوالو لوظنامو زور راوړلو سره خبردارې وركړې دې چې غیر منظم ایل ای او سیټلائټس ډیجیټل عدم مساوات، د ناسمو معلوماتو د خپريدو ٬ عسكريت خوښۍ او خپلواكۍ ته د پېښو خطرو په څير مسئلې رامخې ته كوي۔ دا خبره …
غیر منظم ایل ای او سیټلائٹس ډیجیټل عدم مساوات، د ناسمو معلوماتو د خپريدو ٬ عسكريت خوښۍ او خپلواكۍ ته د پېښو خطرو په څير مسئلې رامخې ته كوي: پاكستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔1جنوری(اے پی پی) پاکستان په خلا په خاص توګه لو ارتھ آربټ (اېل ای او) كښې د قانون سرلوړي او جوابدهي باوري كولو له په قانوني توګه پابند نړيوالو لوظنامو زور راوړلو سره خبردارې وركړې دې چې غیر منظم ایل ای او سیټلائټس ډیجیټل عدم مساوات، د ناسمو معلوماتو د خپريدو ٬ عسكريت خوښۍ او خپلواكۍ ته د پېښو خطرو په څير مسئلې رامخې ته كوي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستاني مشن قونصلر او پولیټیکل کوآرډینېټر ګل قېصر سرورانی د سلامتي كونسل 15 كسيزه غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ په غونډه كښې غېر منظم اېل ای او سېټلائټس څخه د پېدا كېدونكوې خطرو په اړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ګل قېصر سرورانی د پاكستان دريځ تكرارولو سره ووئيل چې خلا په شمول د لو ارتھ آربټ د ټول انسانيت ګډ ميراث دے او په دې د چا هم اجاره داري د قبولولو وړ نه ده۔ ده په ډاګه كړه چې د نړيوال قانون له مخې په خلا كښې د ټولو قومي فعاليتونو ذمه واري د رياستونو ده۔ ګل قېصر ووئيل چې اېل اي او سره اړوندې خطرې د خلائي سلامتيا پراخا تناظر څخه جلا كېدې نه شي په كوم كښې چې په خلا كښې دوسلو زغل ٬ د اېنټي سېټلائټ صلاحيتونو پرمختګ ٬ د خلائي اثاثو جوهري ٬ سائبر او رواتي پوځي تګلارو كښې انضمام شامل دے كوم چې په مجموعي توګه نړيوال ستراتيجيكي استحكام ته زيان رسوي۔










