اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د نوي كال’’2026‘‘ په موقع قوم ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه او دعا كړې ده چې نوې كال دے د پاكستان په شمول ګردې نړۍ لپاره د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ زېرے ثابت شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل نوې كال مونږ ته دا موقع …
اولس ته د نوي كال مباركي ٬پروردګار دے نوے كال د پاكستان په شمول ګردې نړۍ لپاره د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ زيرے ثابت كړي: سيد يوسف رضا ګيلاني

مزید خبریں
اسلام آباد۔1جنوری(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د نوي كال’’2026‘‘ په موقع قوم ته د زړه له كومي مباركي وركولو سره د دې هيلې څرګندونه او دعا كړې ده چې نوې كال دے د پاكستان په شمول ګردې نړۍ لپاره د امن ٬ پرمختګ او سوكالۍ زېرے ثابت شي۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان كښې ده ووئيل نوې كال مونږ ته دا موقع راكوي چې مونږ په انفرادي او اجتماعي ژوند كښې مثبت بدلون رامخے ته كړؤ او يو سولييز او روښانه سباؤن لپاره په ګډه كار وكړؤ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د كال 2025 په مهال نړۍ سنګينو معاشي ٬ سياسي ٬ د سلامتيا او ترهګرۍ چېلنجونو سره مخ پاتې شوه ٬ زما دعا ده چې نوے كال د لوږې ٬ بې وزلۍ ٬ جنګ ٬ ترهګرۍ ٬ فرقه و اريت او طبقاتي تقسيم په څير مسئلو د ختمېدو كال ثابت شي۔ ده ووئيل مونږ ټولو له به دعا غوښتل وي چې پاك پروردګار زمونږ هېواد د امن ٬ استحكام ٬ سوكالۍ او پرمختګ مركز جوړ كړي۔ ده ووئيل د نوي كال په پېل به مونږ له لوظ كول وي چې خپل هېواد به د قائد اعظم او علامه اقبال د تصور له مخې جوړولو كښې هېڅ كمې نه كوو۔ ده ووئيل دا هېواد زمونږ د مشرانو امانت دے او دا زمونږ فرض دي چې مونږ ددې حفاظت ٬ استحكام او سوكالۍ له ټول صلاحيتونه وكاروو او دد ې مضبوط ٬ سوليز او پرمختګ كړے رياست جوړولو له خپل بشپړ كردار ترسره كړؤ۔










