د وفاقي وزير محسن نقوي طلال چوهدري سره د شاهين چوک انډر پاس منصوبې دوره

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې غېر معمولي رفتار او د اعليٰ معيار نوې مثال جوړولو سره شاهين چوک انډر پاس پراجيکټ په ريکارډ موده كښې بشپړولو سره ټرافېك لپاره پرانستل شوے ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وزير مملکت طلال چوهدري سره د منصوبې دوره كړې او د تعميراتي کارونو ئې جاج اخستې۔ په دې موقع دوي ميډيا سره هم خبر وكړې۔ …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) په اسلام آباد كښې غېر معمولي رفتار او د اعليٰ معيار نوې مثال جوړولو سره شاهين چوک انډر پاس پراجيکټ په ريکارډ موده كښې بشپړولو سره ټرافېك لپاره پرانستل شوے ۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وزير مملکت طلال چوهدري سره د منصوبې دوره كړې او د تعميراتي کارونو ئې جاج اخستې۔ په دې موقع دوي ميډيا سره هم خبر وكړې۔ خپلو خبرو كښې محسن نقوي د منصوبې اعليٰ معيار ستائنه كولو سره د مقرره وخت نه وړاندې په بشپړولو د اړوند ډلې د كاركردګۍ ستائنه كولو سره دوي له مباركي وركړه ۔ ده په اسلام آباد كښې د نورور پرمختيائي منصوبو په اړه ووئيل تر اوسه وفاقي دارالحکومت كښې د 15 اربه روپو په لګښت اتلس اهمې ترقياتي منصوبې بشپړې شوې دي٬ ده د دې عزم پخلې وكړو چې د حکومت ترجيح د ښار تعمير و ترقي ده په راتلونكي كال كښې به د دې نه زياتې پرمختيائي منصوبې بشپړولې شي دغسې چې وګړو ته بهترين انفراسټرکچر وركړې شي او په ټرافېك كښې رواني پېدا كړې شي۔