ډھاكه كښې د سپيكر اياز صادق هندي خارجه وزير سره لنډ ملاقات ته نړيوالې ميډيا خاص پام وګرځولو

اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق ډھاكه كښې هندي خارجه وزير سره لنډ ملاقات ته نړيوالې ميډيا خاص پام وګرځولو۔ د شورو په ورځ دا ملاقات په ډھاكه كښې د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې بېګم خالده ضياﺀ د جنازې لمونځ په موقع وشو۔ د قومي اسمبلۍ وياند ظفر سلطان د ملاقات ذكر كولو سره ووئيل د قومي اسمبلۍ سپيكر هغه مهال د نړيوالې ميډيا د خاص …

اسلام آباد۔31دسمبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق ډھاكه كښې هندي خارجه وزير سره لنډ ملاقات ته نړيوالې ميډيا خاص پام وګرځولو۔ د شورو په ورځ دا ملاقات په ډھاكه كښې د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې بېګم خالده ضياﺀ د جنازې لمونځ په موقع وشو۔ د قومي اسمبلۍ وياند ظفر سلطان د ملاقات ذكر كولو سره ووئيل د قومي اسمبلۍ سپيكر هغه مهال د نړيوالې ميډيا د خاص پام مركز وګرځېدو كله چې هندي خارجه وزير شنكر سپيكر ته راغلو او هغه ته يۍ ووئيل
“Hi I’m j shnkar & I recognise you”۔ سپیکر سردار ایاز صادق د دې په ځواب كښې ووئيل Thanks, I know you۔ د وياند له مخې د معركه حق څخه وروستو د پاك هند د اعلی مشرتابه دا لنډ ملاقات د نړيوال ميډيا د پام مركز جوړ شوے دے۔ ملاقات د پاكستان د پارليماني وقار او سفارتي اهميت ښكاره عكاسي كوي۔