اسلام آباد۔31 دسمبر(اے پی پی) د وزير خزانه سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي چې مهمې معاشي اشاريې د معيشت بحالۍ او مضبوطو بنيادونو سره مخ په وړاندې د تللو عكاسي كوي۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ خپل پېغام كښې ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل دا يو ښه خبر دے چې د روان مالي كال په اولنۍ درې مياشتنيزه موده كښې د هېواد په …
مهمې معاشي اشاريې د معيشت بحالۍ او مضبوطو بنيادونو سره مخ په وړاندې د تللو عكاسي كوي : خرم شهزاد

مزید خبریں
اسلام آباد۔31 دسمبر(اے پی پی) د وزير خزانه سلاكار خرم شهزاد وئيلي دي چې مهمې معاشي اشاريې د معيشت بحالۍ او مضبوطو بنيادونو سره مخ په وړاندې د تللو عكاسي كوي۔ د شورو په ورځ د سماجي رابطې په وېب سائټ خپل پېغام كښې ده ووئيل د پاك پروردګار په فضل دا يو ښه خبر دے چې د روان مالي كال په اولنۍ درې مياشتنيزه موده كښې د هېواد په معيشت كښې 3.71 فیصد اضافه ريكارډ كړې شوه۔ دا اضافه د تېر مالي كال دومره مودې په مقابله كښې 2.15 فیصده زياته ده كومه چې د معيشت ښكاره بهتري په ګوته كوي۔ ده ووئيل د روان مالي كال په اولنۍ درې مياشتنيزه موده كښې د نمو شرح 9.38 فيصده پاتې شوه كومه چې د تېر كال دومره موده كښې 0.12 فیصده وه۔ ده ووئيل د كال 2025ء په مهال د سېلاب ٬ د خوراك څښاك څيزونو په بيعو كښې د زياتوالي ٬ مالي نظم وضبط او د زر تلافۍ ختمولو په څير چېلنجونو باوجود معيشت ښه شوے دے۔ ده ووئيل دې څخه دا ثابتېږي چې د پاكستان معيشت يوازې دا نه چې بحالېږي بلكې مضبوطو بنيادونو سره مخ په وړاندې هم روان دے










