وفاقي وزير انجينئر امير مقام جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ سره په تړون د عملدرآمد په اړه په پيشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ سره په تړون د عملدرآمد په اړه تر اوسه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره اړوند ادارو ته امر كړے دے چې په لوظنامې د عملدرامد عمل دې لا ګړندې كړے شي۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې انجينئر امير مقام په …

اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام د جوائنټ عوامي ايکشن کميټۍ سره په تړون د عملدرآمد په اړه تر اوسه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره اړوند ادارو ته امر كړے دے چې په لوظنامې د عملدرامد عمل دې لا ګړندې كړے شي۔ د شورو په ورځ د جاري بيان له مخې انجينئر امير مقام په مشرۍ كښې د آزاد جمو و کشمير جوائنټ ايکشن کميټۍ سره په شوې لوظنامې د عملدرآمد د پيشرفت جاج لپاره مهمه غونډه وشوه چې پكښې دِ کشمير، ګلګت بلتستان او سيفران سيکرټري ظفر حسن، آزاد جمو و کشمير چيف سيکرټري خوشحال خان، ايډيشنل سيکرټري کامران رحمان خان پشمول د وزارتِ سول ايوي ايشن، قامي صحت، مواصلات، نيشنل هائي وے اتھارټي (اېن اېچ اے)، پاکستان ټيلي کميونيکيشن اتھارټي (پي ټي اے)، پاور ډويژن، آبي وسائل او د وفاقي تعليم لوړ پورو ګډون وكړو۔ غونډې ته د اړوندو وزارتونو او محکمو چارواكو لخوا په لوظنامې د عملدرآمد موجوده صورتحال په اړه بريفنګ وركړے شو ٬ د آزاد جمو و کشمير چيف سيکرټري هم د پيشرفت په اړه جامع رپورټ وړاندې كړو۔ په دې موقع وفاقي وزير انجينئر امير مقام تر اوسه په شوي پېشرفت د اطمينان څرګندونې كولو سره اړوندو ادارو ته امر وكړو چې په لوظنامه عملدرامد لا ګړندے كړي۔ ده واضحه كړه چې آزاد جمو و کشمير د پاكستان وزيراعظم وړومبۍ ترجيح ده او اولس ته ريليف وركول د وفاقي حکومت او د آزاد جمو و کشمير حکومت شريکه ذمه واري ده۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم امر له مخئ د جوائنټ ايکشن کميټۍ سره په شوو لوظنامو به بشپړ او موثر عملدرامد باوري كولې شي۔