اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي سائبان پاکستان د بين المذاهب هم غږۍ او سماجي يووالي د ودې قامي بيانيه ده٬ سائبان پاکستان به د انتها خوښۍ په ضد قامي بيانيه مضبوطه كړي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سائبان پاكستان پرانستې دستورې ته خطاب …
سائبان پاکستان د بين المذاهب همغږۍ او د سماجي يووالي د ودې بيانيه ده: وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال وئيلي دي سائبان پاکستان د بين المذاهب هم غږۍ او سماجي يووالي د ودې قامي بيانيه ده٬ سائبان پاکستان به د انتها خوښۍ په ضد قامي بيانيه مضبوطه كړي۔ د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقدامات وزارت له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د سائبان پاكستان پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر احسن اقبال ووئيل په كال 2018 كښې پېغام پاکستان پېل كړے شو٬ سائبان پاكستان به د پېغام پاكستان په څير قامي يووالي ته وده وركړي۔ ده ووئيل په پاكستان كښې په هره يوه څانګه كښې اقليتونه خپله نمائندګي لري او د اړان پاکستان يوه ستن سماجي همغږۍ هم ده۔ وفاقي وزیر زياته كړه چې ځوانانو كښې د زغم او مكالمې ته ودې وركولو له سائبان پاكستان يو مهم ګام دے٬ بین المذاہب مکالمه ګډ سولئيز ژوند او سماجي ثبات لپاره ضروري ده۔ پروفېسر احسن اقبال ووئيل مذهبي رواداري او مكالمه د انتها خوښۍ په ختمولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل قائداعظم (رح) ټولو وګړو ته د مذهبي آزادۍ ضمانت وركړے۔ ده ووئيل د پاكستان آئين ټولو وګړو له مذهبي آزادي وركوي٬ له امن او سماجي همغږۍ پرته تلپاتې پرمختګ ممكن نه دے۔ ده ووئيل راځۍ چې د قائد اعظم پاكستان يو وارې بيا ژوندے كړؤ چرته چې مذهب اخلاق وركوي ٬ د وګړو حقونه غصب كولې نه شي ٬ چرته چې ټول وګړي يو برابر وي۔ وفاقی وزیر احسن اقبال غږ وكړو چې علماﺀ كرام دې كركه نه پېدا كوي٬ سياسي لارښودو سره دې اختلاف كوي خو دښمني دې نه خپروي۔ وفاقي وزير ميډيا ته خواست وكړو چې هغه دې انتها خوښو ته بلكې د امن سفيرانو ته غږ وكړي او دغسې استاذان دې هم كوچنيانو ته رواداري اوښائي٬ سول سوسائټي دې هم خپل مثبت كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل ميثاق مدينه د شهريت ٬ مذهبي آزادۍ ٬ د قانون حكمرانۍ ٬ د ګډ احترام اولنے ماډل دے۔ ده ووئيل مونږ له د كركې نه بلكې د يووالي صفت لرونكے پاكستان جوړول دي۔ ده ووئيل په كال 2018 كښې په ما وژونكے بريد وشو ٬ ګولۍ وجود ته لاړه خو پېغام زړه ته ورسېد۔ ده ووئيل مونږ له به ذهنونه د كركې او تعصب څخه پاكول وي۔










