نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د ازبك خارجه وزير بختيار سيدوف ټيليفوني خبرې

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د ازبكستان خارجه وزير بختيار سېدوف د نهې په ورځ ټېلېفون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې ازبك وزير خارجه بختيار سېدوف نائب وزيراعظم اسحاق ډار ته د نوي كال مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیر اعظم د خېر سګالۍ جذبې په څرګندونه د ازبك …

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ته د ازبكستان خارجه وزير بختيار سېدوف د نهې په ورځ ټېلېفون وكړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې ازبك وزير خارجه بختيار سېدوف نائب وزيراعظم اسحاق ډار ته د نوي كال مباركي وركولو سره ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ نائب وزیر اعظم د خېر سګالۍ جذبې په څرګندونه د ازبك خارجه وزير مننې كولو سره هغه له هم د نوي كال مباركي وركړه۔ بختیار سېدوف د راروان كال فرورۍ مياشت كښې د ازبكستان د صدر د دورې تصديق وكړو۔ دوي په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت د خيالاتو څرګندونه او د شريكې خوښې په څانګو كښې همكارۍ ته ودې وركولو سره دوه اړخيزه اړيكو ته د ودې وركولو عزم پخلے وكړو