د صحت څانګه د قامي سلامتيا ضامن ده ٬ په ون هيلتھ اپروچ به معيشت او دفاع مضبوطوو: وفاقي وزير مصطفی كمال

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال "ون هېلتھ اپروچ" د پاكستان خوندي سباؤن لپاره ضروري ګرځولو سره وئيلي دي د روغتيا څانګه اوس يوازې د رنځونو تر درملنو محدود نه ده پاتې بلكې په بدلېدونكي نړيوال تناظر كښې يۍ د قامي سلامتيا درجه اختيار كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د "اېنټی مائکروبېل ریزسټنس (اے اېم آر)او ون هېلتھ اپروچ" په سرخط د اعلی كچې …

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) د صحت وفاقي وزير مصطفی كمال “ون هېلتھ اپروچ” د پاكستان خوندي سباؤن لپاره ضروري ګرځولو سره وئيلي دي د روغتيا څانګه اوس يوازې د رنځونو تر درملنو محدود نه ده پاتې بلكې په بدلېدونكي نړيوال تناظر كښې يۍ د قامي سلامتيا درجه اختيار كړې ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د “اېنټی مائکروبېل ریزسټنس (اے اېم آر)او ون هېلتھ اپروچ” په سرخط د اعلی كچې يو پالېسي ډائيلاګ ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د کووډ-19 تجربو نړۍ ته وښودل چې د امريكا ٬ چين او ختند په څير لوې طاقتونه هم د رنځونو دغېر معمولي بار په وړاندې بې وسه كېدېے شي ٬ له دې كبله مونږ له به خپل چمتوالے په نوو بنيادونو اودرول وي۔ مصطفیٰ کمال د دې عزم څرګندونه وكړه چې كه مونږ خپل هېلتھ سسټم سم كړو نو دا به د پاكستان د معيشت او دفاع پشمول ټولو رياستي نظام محفوظ كړي۔ د ټيكنيكل هيلتھ ګروپ چيئرمېن او د هېلتھ سروسز اكېډمۍ وائس چانسلر ډاكټر شهزاد علي خان د ون هېلتھ پروګرام په كاميابو او د سباؤن په تګلاره رڼا واچوله۔ ده ووئيل ګرد هېواد څخه د روغتيا نوموړو پوهانو زمونږ په قافله كښې شاملېدل د دې خبرې ثبوت دے چې مونږ په سم لوري روان يوو او اجتماعي هڅو سره به روغتيا ته په پېښو چېلنجونو قابو وموموو۔ نېشنل کوآرډینېټر ډاکټر طارق محمود علی ګډون كوؤنكو ته ووئيل د اېنټی بائیوټکس د غیر ضروري استعمال مخنيوي سره مونږ خپل معيشت او صحت عامه ښه كولې شوو۔ ده ووئيل په پاكستان كښې دا مهال 60 فیصد داروګان په اېنټی بائیوټکس مشتمل وي۔ پوهانو د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان د ون هېلتھ په اصولو عمل كولو سره د دې نړيوال بحران مقابلې كولو بشپړ صلاحيت لري