پاكستان په ملګرو ملتونو كښې د اسرائيل لخوا د صوماليه زمكې د تسليمولو غندنه وكړه ٬ دا يې په قرن افريقه كښې استحكام لپاره خطر وګرځولو

ملګري ملتونه ۔30دسمبر(اے پی پی) پاکستان د اسرائيل لخوا د صومالي لېنډ يو آزاد او خپلواكه رياست تسليمولو غندنې كولو سره خبردارے وركړے دے چې دا به قرن افريقه كښې استحكام لپاره خطر او د موغادېشو خپلواكۍ او سياسي يووالي ته زيان رسولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون ووئيل صوماليه لېنډ سيمه د صوماليه لازمي او نه جلا كېدونكې برخه ده او كوم …

ملګري ملتونه ۔30دسمبر(اے پی پی) پاکستان د اسرائيل لخوا د صومالي لېنډ يو آزاد او خپلواكه رياست تسليمولو غندنې كولو سره خبردارے وركړے دے چې دا به قرن افريقه كښې استحكام لپاره خطر او د موغادېشو خپلواكۍ او سياسي يووالي ته زيان رسولې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان نائب مستقل استازي عثمان جدون ووئيل صوماليه لېنډ سيمه د صوماليه لازمي او نه جلا كېدونكې برخه ده او كوم بهرنے طاقت د دې حقيقت بدلولو قانوني يا اخلاقي حق نه لري۔ ده ووئيل د اسرائيل دا اقدام زيات غېر مسؤولانه دے۔ ده زياته كړه چې د اسرائیل په فلسطيني خاوره قبضه لسيزو څخه په منځني ختيز كښې د بې ثباتۍ او شخړو بنيادي سبب پاتې شوې او اوس قرن افريقه ته هم دا غېر مستحكم رويه منتقل كوي۔ سفیر عثمان جدون ووئيل د صدر حسن شېخ محمود په مشرۍ كښې صوماليه قومي مصالحت ٬ آئيني اصلاحات او د رياستي ادارو په بحالۍ كښې ښكاره پرمختګ كړے دے۔ پاكستان د صوماليه اولس او د هغوي د امنيتي ځواكونو د قربانيو او عزم هم ستائنه وكړه كوم چې د يو اېن او مشنز په مرسته د شدت خوښي تنظيم الشباب او د دغې د نورو څانګو د خطرو مخنيوې كوي۔ پاکستانی سفیر ووئيل دا مثبت پېشرفت بايد محفوظ او مضبوط وي ٬ نه دا چې له داسې اقدامات څخه متاثر شي كوم چې هېواد تقسيم كړي۔ ده د فلسطيني اولس د خپلواكۍ جائز حق لپاره د پاكستان د ملاتړ پخلي كولو سره ووئيل د تلپاتي امن او استحكام يوازينۍ لاره د فلسطين د يو آزاد او متصل رياست جوړېدل دي كوم چې د كال 1967 څخه په وړاندې پولو مشتممل وي او پلازمينه يۍ القدس الشريف وي

مزید خبریں