اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسبملۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې هغې د هېواد په سياست كښې ځانګړے كردار ترسره كړو٬ خالده ضياﺀ د سوئيلي آسيا په مهمو سياسي شخصياتو كښې شمېرلې شوه۔ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل بنګله دېش يو مدبر ٬ …
د سردار اياز صادق د پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ په مړينه د افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔30 دسمبر(اے پی پی) د قومي اسبملۍ سپيكر سردار اياز صادق د بنګله دېش پخوانۍ وزيراعظمې خالده ضياﺀ په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې هغې د هېواد په سياست كښې ځانګړے كردار ترسره كړو٬ خالده ضياﺀ د سوئيلي آسيا په مهمو سياسي شخصياتو كښې شمېرلې شوه۔ د غمرازۍ په خپل پېغام كښې د قومي اسمبلۍ سپيكر ووئيل بنګله دېش يو مدبر ٬ تجربه لرونكې او مخلصې سياسي لارښودې څخه محروم شو۔ ده ووئيل د خالده ضياﺀ سياسي خذماتو او جمهوري ستړو ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔ ده ووئيل د پاكستان پارليمان او اولس د بنګله دېش اولس په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ سپيكر د ارواښادې كورنۍ او د بنګله دېش اولس سره غمرازي ښكاره كړه۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔










