سينيټر اسحاق ډار سره د عاصم افتخار ملاقات ٬ له خپلو مصروفياتو په اړه يۍ نائب وزيراعظم خبر كړو

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار د نهې په ورځ دلته په خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو او هغه يۍ په اداره كښې له خپلو مصروفياتو څخه خبر كړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې عاصم افتخار نائب وزیراعظم په نیویارک كښې په پاكستاني مشن او په خاص …

اسلام آباد۔30دسمبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار د نهې په ورځ دلته په خارجه دفتر كښې ملاقات وكړو او هغه يۍ په اداره كښې له خپلو مصروفياتو څخه خبر كړو۔ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري شوي بيان له مخې عاصم افتخار نائب وزیراعظم په نیویارک كښې په پاكستاني مشن او په خاص توګه د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل او نورو ادارو كښې د خپلو مصروفياتو په اړه ووئيل ده د جمو وكشمير او فلسطيني كاز په شمول په ګڼ اړخيزه فورمونو د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهم ترجيحات وړاندې كولو له د مشن په پرله پسې او مستقلو هڅو هم رڼا واچوله۔ په دې موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار نړيوال امن ٬ سلامتيا او اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو كښې د ملګرو ملتونو او ګڼ ارخيزه ادارو په اهميت زور راوړو۔