اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اولسي سهولت د لويې منصوبې "شاهين چوك انډر پاس" دوره وكړه او په رېكارډ موده كښې د كار د بشپړېدو جاج اخستو سره يې تر 31 دسمبر د هر ډول ټرافېك لپاره د پرانستلو اعلان وكړو۔ د دورې په مهال وفاقي وزير د انډر پاس د فنشنګ، کارپټنګ او د تعميراتي معيار تفصيلي معائنه وكړه۔ …
وفاقي وزير محسن نقوي د شاهين چوک انډر پاس دوره، تر 31 دسمبر ټرافېك لپاره د پرانستلو اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اولسي سهولت د لويې منصوبې “شاهين چوك انډر پاس” دوره وكړه او په رېكارډ موده كښې د كار د بشپړېدو جاج اخستو سره يې تر 31 دسمبر د هر ډول ټرافېك لپاره د پرانستلو اعلان وكړو۔ د دورې په مهال وفاقي وزير د انډر پاس د فنشنګ، کارپټنګ او د تعميراتي معيار تفصيلي معائنه وكړه۔ ده د منصوبې دواړو غاړو ته د هارټيکلچر او لينډ سکيپنګ د كار هم مشاهده وكړه او اړوندو چارواكو ته يې امر وكړو چې ښكلا زياتولو لپاره دې دلته نور بوټي نال كړے شي۔ ده ووئيل د انډر پاس بشپړېدو سره به په اسلام آباد كښې د ټرافېك د اوږدې مودې مسئله په مستقل توګه حل شي۔ ده ووئيل دې منصوبې سره به وګړو ته په راتګ راتګ كښې آسانۍ ترلاسه شي او د ټرافېك جام څخه به په بشپړه توګه خلاصے ترلاسه شي ۔ د سي ډي اے چيئرمېن وفاقي وزير په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل په منصوبه كار په اخري پړاٶ كښې دے او فنشنګ ورك په تندۍ سره بشپړېږي۔ په دې موقع د اسلام آباد پوليس مشر، د سي ډي اے انجينئرنګ ممبر او نور اړوند چارواكي هم داخله وزير سره وو










