چکدره 29 دسمبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف د هېواد ځوانانو لپاره شپه او ورځ محنت كوي٬ ځوانان اختيار منده جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ په ځوانانو كېدونكې سرمايه كاري په اصل كښې د پاكستان د روښانه سباٶن ضمانت دے۔ د ګل په ورځ په مالاكنډ يونيورسټۍ كښې د پرائم منسټر يوتھ ليپ …
وزيراعظم شهباز شريف د هېواد ځوانانو لپاره شپه او ورځ محنت كوي٬ ځوانان اختيار منده جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ وفاقي وزير امير مقام

مزید خبریں
چکدره 29 دسمبر (اے پي پي) د کشمير و ګلګت بلتستان او د سېفران وفاقي وزير انجينئر امير مقام ووئيلي دي وزيراعظم شهباز شريف د هېواد ځوانانو لپاره شپه او ورځ محنت كوي٬ ځوانان اختيار منده جوړولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ په ځوانانو كېدونكې سرمايه كاري په اصل كښې د پاكستان د روښانه سباٶن ضمانت دے۔ د ګل په ورځ په مالاكنډ يونيورسټۍ كښې د پرائم منسټر يوتھ ليپ ټاپ سکيم فيز فور دستورې ته خپلې وېنا كښې انجينئر امير مقام ووئيل د وزيراعظم يوتھ لېپ ټاپ سكيم پېل د مسلم ليګ (ن) قائد محمد نواز شريف د وژن له مخې شوے او وزيراعظم شهباز شريف نه يوازې دا بحال كړے بلكې دې ته يې پراختيا وركړې ده٬ وزيراعظم په ذاتي توګه ځوانانو لپاره تعليمي، ډيجيټل او د سكلز منصوبو نګراني كوي او دا خبره باوري كوي چې د هېواد ځوانان جديد تقاضو سره سم او ترقي وكړي۔ ده واضحه كړه چې ليپ ټاپ سکيم په بشپړه توګه په ميرټ او سپېځلتيا اډانه دے٬ د مېرټ نه غېر په لېپ ټاپ وركړې په ثابتېدو سياست پرېښودو ته چمتو يو او دا د وزيراعظم شهباز شريف او قائد محمد نواز شريف پرېكړه ده چې يوازې ھغه زده كوٶنكي د سهولت حقدار دي كوم چې واقعي مستحق دي۔ ده ووئيل تر اوسه په هېواد كښې د لس لكه نه زيات لېپ ټاپس وركرے شوي او دا سلسله به بيا لپاره هم په دې رفتار سره روانه وي۔ ده ووئيل نن په مالاكنډ يونيورسټۍ كښې په مېرټ 600 زده كوٶنكو (هلكانو/جينكو) ته لېپ ټاپ وركوٶ۔ ده د پوهنتون د كاركردګۍ ستائنې كولو سره ووئيل د پوهنتون په صوبه كښې وړومبنے او په ګرد هېواد كښې ځانګړې پوزيشن ترلاسه كول د دې خبرې ثبوت دے چې كه د غرئيزې او لرې پرتو سيمو ځوانانو ته موقعې وركړې شي نو دوي د هېواد قام په پرمختګ كښې كليدي كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخئ حکومت ډيجيټل اسکلز پروګرام، سکالرشپس، ګرين يوتھ موومنټ، سپورټس سهولتونو او د دانش سکولونو په څېر منصوبې ته هم پاملرنه كوي دغسې چې ځوانانو ته د تعليم، هنر او روزګار بهتر موقعې وركړې شي ۔ ده باو وركړو چې د پوهنتون مسئلې او مطالبات حل لپاره زما دفتر هر وخت موجود دے او تعليمي او سپورټس انفراسټرکچر بهترۍ لپاره د پي سي ون په منظورۍ كښې به بشپړه مرسته كوم۔ وفاقي وزير په زده كوٶنكو زور راوړو چې ھغوي خپل صلاحيتونه په مثبت اړخ استعمال كړي ٬ د سوشل ميډيا ذمه وارانه او رغنده كارونه وكړي او د پاكستان ترقۍ، استحکام او خوشحالۍ كښې خپل كردار ولوبوي۔ په دې موقع وفاقي وزير زده كوٶنكو ته ليپ ټاپې وركړل ٬ د پوهنتون زده كوٶنكو د وزيراعظم ليپ ټاپ سکيم ستائنه وكړه او د وفاقي وزير انجينئر امير مقام يې مننه وكړه۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير انجينئر امير مقام ته د پوهنتون وائس چانسلر د يونيورسټۍ په مجموعي کارکردګي، تعليمي هلو او او په رامخې ته چېلنجز تفصيلي بريفنګ وركړو ۔ په دې موقع د پاکستان مسلم ليګ (ن) مالاکنډ ډويژن صدر ملك جهانزيب خان، سينيټر زاهد خان، ملك فاروق اقبال، نثار خان وردګ، ملک نعمان يوسفزئي کوآرډينيټر وزيراعظم يوتھ پروګرام ملاکنډ ډويژن، فيض الله خان، عطاء الله خان، زاهد الله خان، سجاد خان او فريد يوسفزئي هم موجود وو۔ د دې نه وړاندې وفاقي وزير انجينئر امير مقام پوهنتون ته په رسېدو تود هركلے وشو۔ په دې موقع وائس چانسلر، د فيکلټۍ غړو او د انتظاميه اعليٰ عهديداران هم موجود وو










