ايران د لويديز په نسبت د تحمل څرګندونه كوي٬ روس

ماسكو۔29 دسمبر (اے پي پي) روس وئېلي دي ايران د ټولو راپارونكو هڅو په ځواب كښې د ډېر تحمل څرګندونه او خبرو اترو ته كېناستو ته خوښي ظاهروي٬ د العربيه تر مخه دا خبره د روسيه خاردجه وزير سرګئ لاورف تېره ورځ ٬٬تاس ٬٬ سره مركه كښې وكړه ۔ هغه د 2025 نتيجو په حقله خبرو كښې ووئېل ايرانيانو د ډېر تحمل څرګندونه كړې ده او د مغرب د ټولو …

ماسكو۔29 دسمبر (اے پي پي) روس وئېلي دي ايران د ټولو راپارونكو هڅو په ځواب كښې د ډېر تحمل څرګندونه او خبرو اترو ته كېناستو ته خوښي ظاهروي٬ د العربيه تر مخه دا خبره د روسيه خاردجه وزير سرګئ لاورف تېره ورځ ٬٬تاس ٬٬ سره مركه كښې وكړه ۔ هغه د 2025 نتيجو په حقله خبرو كښې ووئېل ايرانيانو د ډېر تحمل څرګندونه كړې ده او د مغرب د ټولو اشتعال لرونكو او بليك ميلنګ ځواب يې خبرو اترو ته په كیښناستو وركړے دے ٬ دغسې چې د موجوده اختلافات سياسي حل له لاره ولټولې شي۔ د روسيه خارجه وزير د اوروپا په لارښودو تور ولګولو چې هغه د دوي هېواد او د يوكرېن تر مينځه د امن په لاره كښې بنيادي خنډان جوړ شوي۔ هغه ووئېل د امرېكې انتظاميه بدلېدو نه پس اروپا او ائتلاف د امن په لاره كښې بنيادي خنډان جوړ شوي دي ۔ واضحه دې وي چې د سلطنت عمان په ثالثۍ كښې نيو كليئر معاملې په اړه د ايران او امرېكې تر مينځه د خبرو اترو 5 پراړونه شوي وو خو كومې نتيجې ته نه وو رسېدلي ۔ د ايران پلاوي د 6 م پراؤ چمتو والے نيولو جې اسرائيل په ايران بريد وكړو ۔ دغسې د امرېكې پوځ هم د ايران په اتومي تنصيبات بريد كړے ؤ او بيا ايران د نړيوالې اتومي ايجنسۍ سره خپله مرسته بنده كړه۔

مزید خبریں