اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د يو بريفنګ مشري وكړه په كوم كښی چې د وزيراعظم شهباز شريف د راروانې دورې د چمتو والي نيولو جاج واغستلے شو٬ وزيراعظم به د جنورۍ 19 څخه تر 23 مې نېټې په ډیووس-کلوسترز، سوئټزرلېنډ كښې د كېدونكي ورلډ اکنامک فورم (ډبلیو ای اېف) 56 مه كلنه غونډه كښې ګډون كوي۔ د ګل په …
د نائب وزيراعظم/ خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه ٬ د وزيراعظم شهباز شريف د راروانې دورې د چمتو والي نيولو جاج

مزید خبریں
اسلام آباد۔29دسمبر(اے پی پی) نائب وزیرِ اعظم/خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د ګل په ورځ د يو بريفنګ مشري وكړه په كوم كښی چې د وزيراعظم شهباز شريف د راروانې دورې د چمتو والي نيولو جاج واغستلے شو٬ وزيراعظم به د جنورۍ 19 څخه تر 23 مې نېټې په ډیووس-کلوسترز، سوئټزرلېنډ كښې د كېدونكي ورلډ اکنامک فورم (ډبلیو ای اېف) 56 مه كلنه غونډه كښې ګډون كوي۔ د ګل په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې خارجه سېكرټري او په جنېوا كښې د پاكستان مستقل استازي په شمول اعلې چارواكو نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار ته د چمتو والي نيولو ٬ مجوزه پروګرام او د ورلډ اكنامك فورم ايجنډې په اړه بريفنګ وركړو۔ د دورې په مهال په دوه اړخيزه ملاقاتونو او پراخه ميډيا مصروفيات هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ نائب وزیرِاعظم/ خارجه وزير هدايت وكړو چې حكومتي مشرانو او د اقتصادي ٬ كاروباري او مالياتي ادارو اعلی مشرتابه سره ملاقاتونه دې زيات مؤثر كړے شي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د نجي څانګې كاروباري ادارو سره دې د همكارۍ موقعې ولټولې شي










