امریکا،چین او برطانیه ته د روان مالي كال په مهال د پاکستان برآمدات تر تر ټولو زيات وو ،سټیټ بینک

اسلام آباد۔29دسمبر (اے پي پي) امریکا،چین او برطانیه ته د روان مالي كال پاکستاني برآمدات تر ټولو زيات وو ۔ د سټیټ بینک تر مخه د روان مالي كال په وړومبو 5 مياشتو كښې امریکې ته د پاکستان برآمدات تر ټولو زيات دي او په دې موده كښې د برآمدات څخه هېواد ته 2.639ارب ډالرزرمبادله تر لاسه شوه كومه چې د تېر مالي كال په دومره موده كښې 2.514ارب ډالر …

اسلام آباد۔29دسمبر (اے پي پي) امریکا،چین او برطانیه ته د روان مالي كال پاکستاني برآمدات تر ټولو زيات وو ۔ د سټیټ بینک تر مخه د روان مالي كال په وړومبو 5 مياشتو كښې امریکې ته د پاکستان برآمدات تر ټولو زيات دي او په دې موده كښې د برآمدات څخه هېواد ته 2.639ارب ډالرزرمبادله تر لاسه شوه كومه چې د تېر مالي كال په دومره موده كښې 2.514ارب ډالر په مقابل كښې 4.97 فیصد زیاته ده۔ د روان مالي كال په وړومبو 5 مياشتو كښې چین ته د برآمدات په حقله پاكستان په دوم لمبر ؤ ، چین ته د پاکستان برآمدات حجم 982.98ملین ډالرریکارډ كړے شوے كوم چې د تېر كال په دې موده 1.055ارب ډالر په مقابل كښې 6.84 فیصد کم دے۔ د مالي كال په وړومبو 5 مياشتو كښې برطانیه ته د برآمدات څخه هېواد ته 904.90ملین ډالرزرمبادله تر لاسه شوه كومه چې د تېر مالي كال په دې موده كښې 934.55ملین ډالر وه۔ د شمېرو تر مخه په دغه موده كښې یواے ای ته د پاکستان برآمدات 833.36ملین ډالراو المان ته 716.065ملین ډالرریکارډ كړے شول ،د تېر مالي كال په دې موده كښې یواے اي ته برآمدات څخه 935.94ملین ډالراو المان ته برآمدات څخه هېواد ته 708.93ملین ډالرزرمبادله تر لاسه شوې وه۔