امنيتي ځواكونو په قلات كښې د فتنة الهندوستان په ضد كامياب عمليات٬ څلور ترهګر ووژل شول

پېنډی 28 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په قلات كښې د فتنة الهندوستان په ضد په انټلي جنس بېسډ كامياب عملياتو كښې څلور ترهګر وژلي۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ په 27 دسمبر امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع قلات كښې د فتنه الهندستان تعلق لرونكو ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع انټیلي جنس بیسډ عمليات كړي٬ په دې موقع …

پېنډی 28 دسمبر (اے پي پي) امنيتي ځواكونو په قلات كښې د فتنة الهندوستان په ضد په انټلي جنس بېسډ كامياب عملياتو كښې څلور ترهګر وژلي۔ د اتوار په ورځ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري بيان له مخئ په 27 دسمبر امنيتي ځواكونو د بلوچستان په ضلع قلات كښې د فتنه الهندستان تعلق لرونكو ترهګرو د موجودګۍ په اطلاع انټیلي جنس بیسډ عمليات كړي٬ په دې موقع د ترهګرو پټن ځايونه په موثره توګه په نښه كړې شوې او د ډزو په تبادله كښې څلور خارجي ترهګر وژلې شوي٬ دوي څخه وسله٬ ګوله بارود او چاٶدېدونكې توګه هم برامد شوې٬ ترهګر په سيمه كښې د ترهګرۍ په يو شمېر كاروائيو كښې ملوث وو۔ د جاري بيان له مخې په سيمه كښې د هر ډول ممكنه هندي پراكسيز ترهګرو د موجودګۍ خاتمې لپاره کليئرنس او سينيټائزيشن آپريشنز روان دي۔ امنيتي ځواكونه او د قانون نافذ کوٶنكې ادارې به د نيشنل ايکشن پلان له مخې د فيډرل اپيکس کميټۍ د منظور شوي وژن “عزمِ استحکام” له مخې د ترهګرو په ضد د فرق نه غېر او پرله پسې كاروائۍ په بشپړه طاقت سره روانې ساتي ٬دغسې چې د غېر ملكي سرپرستۍ او ملاتړ لرونكې ترهګۍ د لعنت خاتمه وكړې شي