اسرائيل د صوماليه تش په نامه سيمه “صومالي لينډ” د آزادۍ تسليمولو اعلان د نړيوال قوانينو څخه سرغړونه ده۔ د خارجه دفتر وياند

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د صوماليه خپلواكۍ، وحدت او د سيمه ايز سالميت د كمزورې كولو هر ډول هڅه په سختۍ سره مسترد كولو سره وئيلي دي چې د اسرائيل لخوا د صوماليه تش په نامه سيمه "صومالي لينډ" د آزادۍ تسليمولو اعلان د نړيوال قوانينو څخه سرغړونه ده۔ تېره ورځ خپل بيان كښې د خارجه وزارت وياند ووئيل چې دا ډول غېر قانوني او پارٶنكي …

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) پاکستان د صوماليه خپلواكۍ، وحدت او د سيمه ايز سالميت د كمزورې كولو هر ډول هڅه په سختۍ سره مسترد كولو سره وئيلي دي چې د اسرائيل لخوا د صوماليه تش په نامه سيمه “صومالي لينډ” د آزادۍ تسليمولو اعلان د نړيوال قوانينو څخه سرغړونه ده۔ تېره ورځ خپل بيان كښې د خارجه وزارت وياند ووئيل چې دا ډول غېر قانوني او پارٶنكي اقدامات نه يوازې د ورور هېواد صوماليه امن او استحكام لپاره خطر دے بلكې د ګردې منطقې امن او سلامتيا ته هم زيان رسوي٬ نړيواله ورورولي دې دا ډول اقدامات مسترد كړي او په منطقه كښې د امن او استحكام جاري هلو ځلو ته زيان رسولو نه دې اسرائيل منع كولو لپاره موثره كردار ولوبوي۔ پاکستان د وفاقي جمهوريه صوماليه د خپلواكۍ، وحدت او سيمه ايز سالميت لپاره د خپل بشپړه ملاتړ پخلې كوي او په هېواد كښې تل پاتي امن او استحكام لپاره به د كېدونكې ټولو هلو ځلو ملاتړ جاري ساتي۔ په جاري بيان كښې په سپينو ټكو پخلې وشو چې پاکستان فلسطينان په هر صورت كښې د خپلې خاورې نه جبراً د شړلو هر اقدام په بشپړه توګه مسترد كوي او د فلسطيني اولس د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو لپاره به خپل غېر متزلزل ملاتړ جاري ساتي٬ د كال 1967 نه د وړاندې پولو په بنياد چې القدس الشريف ئې پايه تخت وي د ھغه خپلواكه او فلسطيني رياست جوړولو لپاره د بشپړه ملاتړ هم پخلې وكړې شو