مظفر آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په آزاد کشمير كښې د کينسر تشخيص او درملنې لپاره د روغتون جوړولو ستائنه كولو سره ووئيل چې د رنځور انسانيت خدمت كولو نه لوے كار نشته٬ د رنځورانو درملنې لپاره دې 24 ساعته سهولتونه باوري كړئ شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ کشمير انسټي ټيوټ آف نيوکليئر ميډيسن، انکو لوجي اينډ ريډيالوجي (کنور) پرانستې دستورې ته …
رنځور انسانيت خدمت نه لوے كار نشته٬ په آزاد کشمير د کينسر تشخيص او درملنې لپاره روغتون جوړول خوشبينه دي۔ وزيراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
مظفر آباد 28 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په آزاد کشمير كښې د کينسر تشخيص او درملنې لپاره د روغتون جوړولو ستائنه كولو سره ووئيل چې د رنځور انسانيت خدمت كولو نه لوے كار نشته٬ د رنځورانو درملنې لپاره دې 24 ساعته سهولتونه باوري كړئ شي۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ کشمير انسټي ټيوټ آف نيوکليئر ميډيسن، انکو لوجي اينډ ريډيالوجي (کنور) پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د آزاد کشمير وزيراعظم راجه فېصل ممتاز راټھور، احسن اقبال، رانا ثنا الله او د امير مقام پشمول وفاقي وزيرانو سره سره د آزاد کشمير اسمبلي غړي، د پاکستان اتومي توان کميشن چيئرمين، پروفيسرز، سرجنز او د فيکلټۍ غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل زه خوشحاله يم چې د رنځور انسانيت خدمت او د کينسر تشخيص او علاج لپاره په آزاد کشمير كښې هم روغتون جوړ كړې شوے دے۔ ده ووئيل چې رنځور انسانيت خدمت كولو نه لوے كار نشته٬ په آزاد کشمير د کينسر تشخيص او درملنې لپاره روغتون جوړول خوشبينه دي٬ د رنځورانو درملنې لپاره دې 24 ساعته سهولتونه باوري كړئ شي










