رياض 28 دسمبر (اے پي پي) د يمن د صدارتي قيادت کونسل مشر رشاد العليمي وئيلي دي په حضرموت ولايت كښې ھغه څه چې رامخې ته شوي د سياسي اختلافاتو نه زيات دي۔ د العربيه له مخې رشاد العليمي په رياض كښې د مشاورتي كمېټۍ غونډې په مهال ووئيل په حضرموت ولايت كښې چې څه رامخې ته شوې ھغې مرحله وار د تاٶ تريوالي صورتحال اختيار كړې او دا يوازې …
په حضرموت ولايت كښې ھغه څه چې رامخې ته شوي د سياسي اختلافاتو نه زيات دي٬ وګړې په خطر كښې اچوٶنكې هر ډول پوځي موومنټ دې نېغ په نيغه مخه ونيولې شي۔ د يمن د صدارتي کونسل مشر

مزید خبریں
رياض 28 دسمبر (اے پي پي) د يمن د صدارتي قيادت کونسل مشر رشاد العليمي وئيلي دي په حضرموت ولايت كښې ھغه څه چې رامخې ته شوي د سياسي اختلافاتو نه زيات دي۔ د العربيه له مخې رشاد العليمي په رياض كښې د مشاورتي كمېټۍ غونډې په مهال ووئيل په حضرموت ولايت كښې چې څه رامخې ته شوې ھغې مرحله وار د تاٶ تريوالي صورتحال اختيار كړې او دا يوازې سياسي اختلاف نه ګرځېدې بلكې دا د يو اړخيزه اقداماتو داسې لاره ده چې پېل ئې په انتظامي پرېكړو شوې٬ بيا پوځي موومنټ وشو او ان دا چې قامي٬ سيمه ايز او په نړيواله كچه د متفقه عبوري مرحلے حواله جاتو په ضد تر بغاوت ورسېدل۔ ده ووئيل د دې نقل و حركت مقصد د طاقت په زور نوې حقيقت مسلط كول او جوړې شوې اتفاق رائے او رياستي ادارو ته زيان رسول دي۔ ده ووئيل په حضرموت كښې د تاٶ تريخوالي دائره پراخه كېدو سره غيل بن يمين، الشحر او الديس الشرقيه تر ضلعو خپور شوے دے۔ ده د زمكې د كنټرول توازن بيا ترتيب كولو لپاره د ترهګرۍ په ضد د جنګ چغه د ډهال په توګه په استعمالولو تنقيد وكړو۔ ده زور راوړو چې دا معامله په خاص توګه د رياست او د دې د رسمي ادارو ذمه واري ده او د دې فرېم ورك نه بهر يو موومنټ هم د امن خدمت نه كوي بلكې داسې حفاظتي خلا پېدا كوي كومه چې استحكام خطر سره مخ كوي۔ رشاد العليمي اړي ګړي سره د تړون لرونكو بشري اثراتو هم ذكر وكړو او ھغه رپورټس پلو ئې اشاره وكړه كوم كښې چې د سول وګړو ځپلې كېدل ٬ په اولسي املاك بريدونه كول او حضرموت او مهره كښې سماجي امن او معاشرتي ډھانچې ته نېغ په نېغه خطرو سره سره د رياست د قانوني حېثيت كمزورې كولو تذكره شوې ده۔ ده زياته كړه چې سياسي قيادت د نيشنل ډيفنس کونسل د سفارشاتو په رڼا كښې ” اتحاد برائے بحالي شرعيت” څخه په صوبه حضرموت كښې د وګړو تحفظ لپاره په سمدستي توګه اقدامات كولو په باقاعده توګه درخواست كړې۔ ده ووئيل چې د مشتركه ځواكونو كمان د خونړۍ لاره نيولو او صورتحال د معمول له مخې كولو په خاطر په سمدستي توګه ځواب وركړے دے۔ د صدارتي قيادت کونسل مشر رشاد العليمي زور راوړو د سوئيل مسئلې حل سره به د رياست يو مستقل تړون وي ځكه چې دا تاريخي او د سماجي اړخونو وړ يوه منصفانه مسئله ده۔ ده ووئيل د دې حل اتفاق رائے او د اعتماد سازۍ د لارې پخار دے۔ ده خبردارې وكړو مهم جوئۍ او يو اړخيزه اقدامات يوزې د ټولو د مشتركه دښمن په مفادو كښې دي۔










