اسلام آباد به د پاکستان وړمبنے كېپټل سمارټ سټي جوړېږي٬ د جنورۍ وړومبۍ نيټې څخه به په اسلام آباد كښې د اېم ټېګ نه غېر د ګاډو په داخله بنديز وي۔محسن نقوي

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې اسلام آباد به د پاکستان وړمبنۍ كېپټل سمارټ سټي جوړېږي٬ د کيپټل سمارټ سټي سکوپ او دائره کار به تر ګرد هېواد پراخه كولې شي، د جنورۍ وړومبۍ نيټې څخه به په اسلام آباد كښې د اېم ټېګ نه غېر د ګاډو په داخله بنديز وي ۔ د جاري بيان له مخې محسن …

اسلام آباد 28 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي چې اسلام آباد به د پاکستان وړمبنۍ كېپټل سمارټ سټي جوړېږي٬ د کيپټل سمارټ سټي سکوپ او دائره کار به تر ګرد هېواد پراخه كولې شي، د جنورۍ وړومبۍ نيټې څخه به په اسلام آباد كښې د اېم ټېګ نه غېر د ګاډو په داخله بنديز وي ۔ د جاري بيان له مخې محسن نقوي او طلال چوهدري د سيف سټي هيډکوارټرز دوره كړې٬ په دې موقع محسن نقوي په ډيجيټل وال د اسلام آباد ښار د مانېټرنګ د نظام جاج اخستو سره د اسلام آباد سيف سټي کيپټل سمارټ سټي جوړولو جامع پلان طلب كړو۔ داخله ‎وزير محسن نقوي د جديد ټيکنالوجۍ د لارې د امن عامه د اقداماتو مشاهده كولو سره په کنټرول روم كښې په سپيشل چائنيز ډيسك د سکيورټي سرويلنس معائنه هم وكړه۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي په مشرۍ كښې په سيف سټي هيډکوارټرز كښې اهمه غونده وشوې چې پكښې محسن نقوي د وګړو د ځان او مال تحفظ د اقداماتو جاج واخست او په کيپټل سمارټ سټي د کار ګړندي كولو ئې امر وكړو۔ محسن نقوي ووئيل په ‎کيپټل سمارټ سټي كښې به د وګړو سهولتونه لكه ريسکيو 1122، ټرافېك، سکيورټي او سي ډي اېم اے په مركزي نظام كښې ضم كولې شي٬ د کيپټل سمارټ سټي سکوپ او دائره کار به تر ګرد هېواد پراخه كولې شي٬‎ اسلام آباد په محفوظ ترين ښار كښې بدلولو لپاره د کيپټل سمارټ سټي منصوبه به د ماډل په توګه خپلولې شي، په سيف سټي كښې اصلاحات او د ټيکنالوجۍ مؤثر استعمال د وخت اهم ضرورت دے۔ په دې موقع ‎‎آئي جي اسلام آباد پوليس سيف سټي څخه د کيپټل سمارټ سټي منتقلۍ چارو په اړه بريفنګ وركرٶ٬ په محرم الحرام كښې د سيف سټي کيمرو په مرسته د وخت او وسائلو بچت شوې۔ په دې موقع ‎وفاقي سيکرټري داخله، چيف کمشنر اسلام آباد، ايډيشنل ډپټي کمشنر جنرل او نور لوړ پوري هم موجود وو۔