اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان كوم چې كله په "سفارتي توګه تنها" ګرځولے كېدو٬ د موجوده حکومت د فعاله پالسيو په سبب پاکستان په سفارتي، سياسي او معاشي توګه مخ په وړاندې روان دے٬ په نړيواله ورورولۍ كښې د پاکستان کليدي رول تسليمېږي، په اهمو نړيوالو چارو د پاکستان د فعال، اصولي او مضبوط دريځ …
د حکومت د فعاله پالسيو په سبب پاکستان په سفارتي، سياسي او معاشي توګه مخ په وړاندې روان دے٬ په نړيواله ورورولۍ كښې د پاکستان کليدي رول تسليمېږي۔ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار پرېس کنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې پاكستان كوم چې كله په “سفارتي توګه تنها” ګرځولے كېدو٬ د موجوده حکومت د فعاله پالسيو په سبب پاکستان په سفارتي، سياسي او معاشي توګه مخ په وړاندې روان دے٬ په نړيواله ورورولۍ كښې د پاکستان کليدي رول تسليمېږي، په اهمو نړيوالو چارو د پاکستان د فعال، اصولي او مضبوط دريځ په نړيوال فورمز ستائنه كېږي، د پاکستان د اصولي دريځ له امله په نړيواله ورورولۍ كښې د پاكستان عزت زياتېږي۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت په كلنه كاركردګۍ او په كردار پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل په اهمو نړيوالو چارو د پاکستان د فعال، اصولي او مضبوط دريځ په نړيوال فورمز ستائنه كېږي او تسليمېږي، اسحاق ډار د هېواد مثبت تشخص په رامخې ته كولو د قامي ميډيا هم مننه وكړه۔ ده ووئيل كله چې د پي ډي ايم حکومت جوړ شو نو په سفارتي توګه پاكستان تنها هېواد ګڼلې كېدو خو اوس په نړيواله ورورولۍ كښې د پاکستان کليدي رول تسليمېږي۔ ده ووئيل هند سره د څلور ورځني تصادم په مهال په منطقه كښې د هند برلاسې او خپل ځان د امنيت وركوٶنكي هېواد ګرځولو دعوٰې وزمائيلي شوه او ناكامه شوه۔ ده ووئيل د پلوامه پېښې نه وروسته هند په پاكستان ناسم تورونه ولګول٬ خارجه وزارت فعاله ٶ او اوس د هېواد دفاع مضبوط او مستحکم ده٬ د هندي جارحيت په مهال د پاکستان ذمه وارۍ څرګندونه وكړه ځكه چې پاكستان تل د امن داعي پاتېدے ۔ اسحاق ډار ووئيل د پاکستان اتومي صلاحيت او ميزائل قوت د هېواد دفاع ناقابلِ تسخير كړے ده۔ ده زور راوړو چې اوس پام پاکستان معاشي طاقت جوړولو پلو دے او د دې مقام ترلاسه كېدو نه وروسته به د اسلامي نړۍ قيادت هم ممكن شي۔ ده ووئيل پاکستان د قدرتي وسائلو، معدنياتو، قيمتي كاڼو او د ګاز پشمول بلها نعمتونه لري٬ د ريکوډك په څېر د منصوبو د لارې او په مختلف صورتونو كښې غېر ملكي سرمايه كاري هېواد ته راروانه ده٬ د متحده عرب امارات د صدر دورې په اړه ده ووئيل متحده عرب امارات به په پوځي ګروپ كښې څه حصحص ترلاسه كړې٬ كوم څخه چې د يو ارب ډالرو واجباتو وركولو توقع ده او د دوه اربه ډالرو قرض په موده كښې پراختيا هم ممكن ده۔ ده د پاکستان په مالي استحکام كښې په مرسته كولو د سعودي عرب، متحده عرب امارات او چين مننه وكړه۔ اسحاق ډار ووئيل تر څو چې د جمو و كشمير مسئلې نه وي حل شوې په منطقه كښې تل پاتې امن نشي قائمېدې٬ پاکستان د هند په غېر قانوني تسلط جمو و كشمير كښې د هند د غېر قانوني اقدامات په ضد بشپړه احتجاج كړې او دا مسئله يو ځل بيا په نړيوال كچه رامخئ ته شوې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غونډه كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو خبرې شوې او د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخئ د کشميريانو شموليت استصوابِ رائے د دې مسئلې يوازنې حل دے۔ د سندھ طاس تړون په حواله ده ووئيل پاكستان دا معامله په او آئي سي٬ مستقل ثالثي عدالت او په ملګرو ملتونو كښې په بشپړه توګه پورته كوي او رپورټس د پاكستان د موقف په حق كښې دي۔ ده په سږني كال بنګله ديش سره اړيكو كښې بهتري “اهم پېشرفت” وګرځولو٬ ده ووئيل چې په دې دوره كښې چيف ايګزيکټو، خارجه وزير او نورو سلاحكارو سره تفصيلي ملاقاتونه شوي او خالده ضياء، جماعتِ اسلامي او د زده كوٶنكو تنظيمونو سره هم ملاقاتونه شوي۔ ده ووئيل د خېرسګالي ماحول جوړ شوے دے او په فروري كښې د انتخاباتو نه وروسته به روابط لا وده وكړي۔ امريکې سره د اړيكو په اړه ډار ووئيل چې دا اړيكې كله عروج او كله زوال سره مخ وي خو د جوبائيډن په تېر دور كښې روابط محدود وو او په اوسنۍ انتظاميه كښې تجارت، سرمايه کارۍ او دوه اړخيزه اړيكې په مثبت لور روانې دي او د ترهګرۍ په مخنيوي كښې مرسته هم مضبوط شوې ده ۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير د ډونلډ ټرمپ انتظاميې ستائنه كولو سره ووئيل چې د پاکستان او هند ترمېنځه هپ جنګ بندۍ كښې امريكې اهم رول لوبولې۔ ده ووئيل په 11م جون امن كښې په كردار لوبولو صدر ټرمپ نوبل امن انعام لپاره نامزد كړے شوے دے او ټرمپ په يو شمېر موقعو د اووه هندي جنګي الوتكو نسكورولو حوالې وركړې دي۔ ده امريكې سره د 13.28 اربه ډالرو په دوه اړخيزه تجارت د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل چې په پاكستان لګولې شوې امريکائي ټيرف په سوئيلي آسياء كښې په ټيټه كچه دے۔ ده د ترکيه، او آئي سي غړو هېوادونو، چين، اروپائي ائتلاف، آسيان، ملګرو ملتونو، شنګھائي مرستې تنظيم او د روسيه پشمول بېلو هېوادونو او په فورمز د پاكستان د قيادت ګډون او د ملاقانونو ذكر هم وكړٶ، چرته چې معاشي، دفاعي او د سرمايه کارۍ يو شمېر لوظنامې شوې دي۔ ده په غزه كښې د امن او د فلسطين مسئلې حل لپاره د پاکستان په اصولي مؤقف او کردار هم رڼا واچوله٬ د ده له مخئ مکالمه، روابط، سيمه ايز استحکام، معاشي مرسته او امن ته وده وركول د پاکستان د خارجه پاليسۍ بنيادي ستني دي كومې چې قامي مفاداتو سره همكاره دي۔ اسحاق ډار په برتانيه كښې د پي ټي آئي د احتجاج په اړه ووئيل چې دا بېخي اشتعال انګيزي وه٬ چې پكښې د قتل دړكې وركړې شوې٬ كومې چې په هېڅ صورت كښې د قبلېدو وړ نه دي۔ ده ووئيل د برتانيه حكومت له د داسې كارووائيو په مخه نيولو كښې د ذمه وارۍ څرګندونه پكاره وه او په دې حواله برتانيه ته ډيمارش وركول درست اقدام ٶ۔ ده افغان خاورې څخه په پاکستان كښې د ترهګرۍ د بريدونو حوالې په اړه د طالبان حكومت په غېر تسلي بخش ردعمل د افسوس څرګندونه كولو سره ووئيل چې د ترهګرو په ضد كوټلې اقدامات نه كېږي٬ په آخر كښې ده ووئيل چې د سارك په فعاله كردار لوبولو كښې خنډان رامخې ته كوونكې يوازنې هېواد هند دے٬ او دا د افسوس وړ خبره ده










