اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پخوانې وزيراعظمې شهيد محترمه بينظير بھټو تاحيات هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د شهيد بينظير بھټو نظريه او وژن به تل ژوندې وي۔ د شهيد بېنظير بهټو د تلين په موقع خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د بينظير بھټو پاکستان لپاره قامي او سياسي خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده …
د شهيد بينظير بھټو نظريه او وژن به تل ژوندې وي۔ محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي پخوانې وزيراعظمې شهيد محترمه بينظير بھټو تاحيات هلو ځلو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل چې د شهيد بينظير بھټو نظريه او وژن به تل ژوندې وي۔ د شهيد بېنظير بهټو د تلين په موقع خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د بينظير بھټو پاکستان لپاره قامي او سياسي خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ده شهيد بېنظير بهټو د اميد، استقامت او جمهوري اصولو سره د غېر متزلزل تړون علامت وګرځوله٬ ھغې د قام په طاقت پوخ باورلرو او امن٬ ترقي پسند او جمهوري پاکستان لپاره ئې ځان قربان كړې۔ محسن نقوي ووئيل د ھغې خوب يو داسې پاكستان ٶ چرته چې د هر وګړي د عزت نفس تحفظ وي او جمهوريت مضبوط وي۔ ده ووئيل نن صدر آصف علي زرداري او چيئرمين بلاول بھټو زرداري د شهيد بينظير بھټو سياسي ورثه مخ په وړاندې بوځي٬ د ھغې نظريه نن ژوندۍ ده او سبا به هم وژندۍ وي










