شهيد بينظير بھټو د جمهوريت، اولسي حقونو او د وفاق پاکستان استحکام لپاره هڅې كړې۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د بينظير بھټوپه 18م تلين پېغام

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف شهيد بېنظير بھټو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې شهيد بينظير بھټو د جمهوريت، اولسي حقونو او د وفاق پاکستان استحکام لپاره هڅې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري بيان له مخې د شهيد نظير بھټو شهيد د تلين په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نن مونږ د …

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف شهيد بېنظير بھټو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې شهيد بينظير بھټو د جمهوريت، اولسي حقونو او د وفاق پاکستان استحکام لپاره هڅې كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري بيان له مخې د شهيد نظير بھټو شهيد د تلين په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل چې نن مونږ د پاكستان د عظيم لارښودې٬ پخوانۍ وزيراعظمې بينظير بھټو شهيد تلين لمانځو۔ ده ووئيل چې په جمهوريت كښې د روادارۍ او همغږۍ په څېر مثبت اقدارو شهيد بي بي ډاډګيرنه كړې او په سياسي عمل كښې روادارۍ ته ئي وده وركړې كوم چې د ستائنې وړ اقدام دے٬ هېواد او قام لپاره به د شهيد بي بي خدمت تل ياد ساتلې شي۔ وزيراعظم ووئيل چې د مېرمنو كردار زياتول٬ د اقليتونو د حقونو تحفظ او پاكستان يو سوله ايز، ترقي پسند او جمهوري رياست جوړولو لپاره د شهيد بي بي اقدامات د قدر وړ دي٬ د ھغې قربانۍ او خدمات قام لپاره د لارې مشالونه دي۔ وزيراعظم ووئيل په نننۍ ورځ مونږ د دې عزم پخلې كوٶ چې پاکستان كښې به د روادارۍ، برداشت، د قانون د حکمرانۍ او د اولسي خېر ښګړې سفر مخ په وړاندې بيايو كوم لپاره چې بينظير بھټو خپل ځان قربان كړې۔ ده دعا وكړه چي لوي څښتن دې شهيد بينظير بھټو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غمِژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي