انصاف ته يو برابر رسنه او په وخت رسائي آئیني ذمه واري ده ،چیف جسس یحیٰ آفریدي

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحیٰ آفریدي د خیبر پښتونخوا لرې پرتو او پسماندہ ضلعو كښې د بنیادي عدالتي سهولیات په کمي د اندیښنې څرګندونې سره وئېلي دي تر انصاف يو برابر رسنه او په وخت رسائي آئیني ذمه واري ده ، د كومې لپاره چې جدید، اولس دوسته او په خاص توګه مېرمنو لپاره مناسب عدالتي انفراسټرکچر جوړول ضروري دے ۔ د …

اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) چیف جسټس آف پاکستان جسټس یحیٰ آفریدي د خیبر پښتونخوا لرې پرتو او پسماندہ ضلعو كښې د بنیادي عدالتي سهولیات په کمي د اندیښنې څرګندونې سره وئېلي دي تر انصاف يو برابر رسنه او په وخت رسائي آئیني ذمه واري ده ، د كومې لپاره چې جدید، اولس دوسته او په خاص توګه مېرمنو لپاره مناسب عدالتي انفراسټرکچر جوړول ضروري دے ۔ د سپریم کورټ د اولسي اړيكو څانګې نه جاري اعلامیه تر مخه د دې خیالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ پیښور كښې د لا اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان تر سېوري لاندې تابيا شوي د اعلیٰ كچې جاج اغستو غونډې مشرۍ كښې وكړه ۔ غونډه كښې چیف جسټس پشاور هائي کورټ، چیف سیکریټري خیبر پښتونخوا، د خزانې سیکریټري،د منصوبه بندۍ و ترقۍ سېكرټري، د خېبر پښتونخوا د قانون سیکریټري او سیکریټري لا اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان ګدون وكړو ۔چیف جسټس غونډې ته خطاب كښې ووئېل لرې پرتو سيمو كښې كمزورې عدالتي ډاهنچې د وګړو د بنیادي حقونو تر لاسه كولو په لاره كښې خنډ دي،ځكه دې لپاره د سيمه ايز توازن نشتوالے لرې كولو لپاره هدفي او تل پاتي اقدامات ضروري دي ۔ ده ووئېل په راروان وخت كښې جوړېدونكو عدالتي کمپلیکسز كښې جدید د اولسي اسانيو مراکز، صنفي حساس ماحول او د مېرمنو د خوښې اسانيو ته به پام لرنه كولې شي ۔دغسې غونډې ته د لا اینډ جسټس کمیشن آف پاکستان تر سېوري لاندې ایکسس ټو جسټس ډویلپمنټ فنډ (AJDF) تر مخه په روانو منصوبو بریفنګ وركړے شو