اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي شهيدې بينظير بھټو د اسلامي نړۍ وړومبۍ مېرمن وزيراعظمه وه كومه چې د پاكستان اولس دوه ځله وزيراعظمه ټاكلې وه ٬ په يو داسې سياسي ماحول كښې چرته چې جمهوريت بيا بيا قدغنونو سره مخ پاتې ؤ ٬ آمريت مسلط ٶ او مېرمنو لپاره لارې سختې كړې شوې، شهيدې بينظير بھټو د آئين، پارلمان او د …
شهيدې بينظير بھټو د آئين، پارلمان او اولس د ووټ حق لپاره په زړه هلې ځلې كړي ۔ د صدر آصف علي زرداري د شهيدې بېنظير بھټو په تلين پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 27 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي شهيدې بينظير بھټو د اسلامي نړۍ وړومبۍ مېرمن وزيراعظمه وه كومه چې د پاكستان اولس دوه ځله وزيراعظمه ټاكلې وه ٬ په يو داسې سياسي ماحول كښې چرته چې جمهوريت بيا بيا قدغنونو سره مخ پاتې ؤ ٬ آمريت مسلط ٶ او مېرمنو لپاره لارې سختې كړې شوې، شهيدې بينظير بھټو د آئين، پارلمان او د اولس د ووټ حق لپاره په زړه پورې هلې ځلې كړي، ټول ټاكنو كښې بيا بيا كاميابي د دې خبرې ثبوت دے چې بېنظير بهټو په سولئيز سياست او جمهوريت پوخ باور لرلو۔ د ايوان صدر پريس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت آصف علي زرداري د شهيدې بېنظير بھټو په اتلسم تلين خپل پېغام كښې ووئيل (نن) په 27م دسمبر ګرده نړۍ او په خاص توګه پاکستان كښې د جمهوريت شهيده بينظير بھټو يادېږي٬ مونږ يو داسې لارښودې ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ د چا چې ژوند او قرباني چې په پاكستان كښې د جمهوريت هلو ځلو سره ژور تعلق لري ۔ ده ووئيل شهيدې بينظير بھټو د ھغه خلقو خبره كړې د چا چې په ټولنه كښې هېڅ غږ نه ٶ٬کروندګر، مزدور او غريبو كورنيو خپل ځان هغي سره نزدې محسوسولو او هم دغه خلق د شهيدې بېنظير بهټو د سياست مركز ٶ٬ ھغې د اولسي خېرښګړې پلو پام ګرځولے ٶ او په خاص توګه د ځوانانو لپاره د روزګار، تعليم، بنيادي سهولتونو او د سماجي پرمختګ موقعو زياتولو لپاره يې هلې ځلې كړي ۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل شهيدې بينظير بھټو په يو داسې پاكستان باور لرو چې ټول شموله وي، ھغه د فرقه واريت، نفرت او عدم برداشت خلاف وه او د اقليتونو حقونو لپاره يې پرله پسې غږ پورته كولو، د ھغې خوب يو داسې پاكستان ٶ چرته چې د هر مذهب پېروكار یه عزت، برابرۍ او تحفظ سره د ژوند وكړے شي٬ ھغه په دې هم پوهېده چې پاكستان له به بدلېدونكې نړۍ سره هم تلل وي۔ صدر مملکت ووئيل شهيدې بينظير بھټو په 18م تلين مونږ له به د نفرت په ځاے د وحدت لاره خپلول وي٬ شهيدې بينظير بھټو د انتقام په سياست باور نه لرو ٬ ھغې به مونږ ته بيا بيا يادول چې اصل انتقام جمهوريت دے، د ھغې پيغام مونږ يو بل ته نزدې كوي، د جمهوري ادارو مضبوطول او د هېواد پرمختګ لپاره په ګډه د كار كولو تلقين كوي۔ صدر آصف علي زرداري ووئيل د ھغې د تلين په موقع زه د دې عزم پخلے كوم چې مونږ به د يو جمهوري٬ ټولو سره په ګډه د تلونكې٬متنوع او د سباٶن ليدونكي پاکستان لهد ھغې خوب مخ په وراندې بيايو٬ الله پاك دې مونږ له توفيق راكړه چې مونږ د ھغې قربانۍ څخه تل لارښودنه ترلاسه كړو










