د متحده عرب امارات صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان يو ورځنۍ دورې نه وروسته خپل هېواد ته ستون شو

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان يوې ورځنۍ دورې نه وروستو خپل هېواد ته ستون شوے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د متحده عرب امارات صدر او د ابو ظهبي حکمران شېخ محمد بن زايد النهيان د جمعې په ورځ د پاکستان سرکاري دوره کړې ۔ دا د متحده عرب امارات د …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان يوې ورځنۍ دورې نه وروستو خپل هېواد ته ستون شوے۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم شهباز شريف په بلنه د متحده عرب امارات صدر او د ابو ظهبي حکمران شېخ محمد بن زايد النهيان د جمعې په ورځ د پاکستان سرکاري دوره کړې ۔ دا د متحده عرب امارات د صدر په حېث د دوي د پاكستان وړومبنۍ سركاري دوره وه٬ پاکستان ته په راتګ د شيخ محمد بن زايد النهيان تود هركلے او په زړه پورې استقبال شوې٬ د پاکستان په فضائي حدودو كښې داخلېدو سره جے اېف-17 جنګي الوتكو شاهي الوتكه په خپل حصار كښې واخسته٬ په نور خان ايئر بيس وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او چيف آف آرمي سټاف او چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير د متحده عرب امارات د صدر هركلے وكړو او په دې موقع د کابينه نو سينئر غړي او اعليٰ سرکاري چارواكي هم موجود ٶ۔د دورې په مهال شيخ محمد بن زايد النهيان او د وزيراعظم محمد شهباز شريف ترمېنځه تفصيلي او بامعني خبرې شوې٬ په ملاقات كښې د پاکستان او متحده عرب امارات ترمېنځه د اوږدې مودې د ورورولۍ اړيكې په لا قوي كولو د خيالاتو څرګندونه شوې٬ دواړو مسړانو جپه بېلو څانګو كښې په جاري مرسته د پېشرفت جاج واخست او شريكو روابطو ته لا پراختيا وركولو لپاره ئې په امکاناتو غور وكړو۔ دواړو ډلو د معيشت، سرمايه کارۍ، توان، د انفراسټرکچر ترقۍ، آئي ټي، ټيکنالوجي او د اولسي روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت زور راوړو٬ دې سره سره د دوه اړخيزه تجارت د اضافې په ضرورت هم سلام وشوه چې پكښې د شريكې ګټې د ترقۍ پراخه صلاحيت موجود دے٬ په ملاقات كښې په سيمه ايز او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې او د شريكې خوښې په معاملو نزدې رابطه او د مرستې جاري ساتلو لپاره د عزم پخلې وكړې شو۔ دواړو ډلو د اړيكو په مثبت سمت د اطمينان څرګندونه كولو سره دواړو مشرانو امن، استحکام او د تل پاتې پرمختګ مشتركه هدفونه ترلاسه كولو لپاره د نزدې مرستې جاري ساتلو د عزم تذكره وكړه