د شيخ محمد بن زايد النهيان سره په زړه پورې او رغنده خبرې شوي ، پاکستان يو اے اي سره د اوږدې مودې٬ په مضبوطو او د ورورولۍ په اړيكو وياړ لري۔ وزير اعظم شهباز شريف

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان سره په زړه پورې او ګټورې خبرې شوي ، پاکستان يو اے اي سره د اوږدې مودې٬ په مضبوطو او د ورورولۍ په اړيكو وياړ لري ۔ د جمعې په ورځ پخپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د خپل خوږ ورور د متحده عرب امارات صدر شېخ …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان سره په زړه پورې او ګټورې خبرې شوي ، پاکستان يو اے اي سره د اوږدې مودې٬ په مضبوطو او د ورورولۍ په اړيكو وياړ لري ۔ د جمعې په ورځ پخپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د خپل خوږ ورور د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان په سرکاري دورې هركلے كول زما لپاره د خوشحالۍ خبره وه كومه چې د نوي كال د راتګ په موقع لا خوشحالو او د ګرمجوشۍ د زياتوالي سبب وه۔ ده ووئيل مونږ په زړه پورې رغنده خبرې كړي چې پكښې د دوه اړخيزه مرستې د بېلو څانګو نه علاوه امن او خوشحالۍ لپاره په شوو هڅو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان يو اے اي سره د اوږد مهاله٬ په مضبوطو او د ورورولۍ په اړيكو وياړ لري كوم چې زما د خوږ ورورو شيخ محمد بن زايد النهيان په سرپرستۍ كښې لا مضبوطېږي