“اهلاً و سهلاً، مرحبا”۔۔۔ د يو اے اي صدر شيخ محمد بن زايد النهيان د پاكستان دورې په موقع د حكومت لخوا د هر كلي خاص نغمه جاري

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان وړومبنۍ دوري په موقع د پاكستان حکومت لخوا د هر كلي خاص نغمه جاري كړې شوه٬ د هر كلي نغمه وېنا په "اهلاً و سهلاً، مرحبا" مشتمل ده٬ په نغمه كښې د متحده عرب امارات د صدر پاکستان ته راتګ، د ګران مېلمه نود هركلے او د وزيراعظم محمد شهباز شريف …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د متحده عرب امارات صدر شېخ محمد بن زايد النهيان د پاکستان وړومبنۍ دوري په موقع د پاكستان حکومت لخوا د هر كلي خاص نغمه جاري كړې شوه٬ د هر كلي نغمه وېنا په “اهلاً و سهلاً، مرحبا” مشتمل ده٬ په نغمه كښې د متحده عرب امارات د صدر پاکستان ته راتګ، د ګران مېلمه نود هركلے او د وزيراعظم محمد شهباز شريف سره په مينه ستړي مشي او د ورتغاړه وتلو مناظر شامل دي ٬ د دې نه علاوه د ماشومانو لخوا شېخ محمد بن زايد النهيان ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كولو زړه راښكونكې مناظر هم ښودلې شوي دي٬ دا نغمه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اوږد مهاله دوستۍ او په اولسي كچه د مينې او احترام عكاسي كوي٬ نغمه خاص مېلمه لپاره د پاكستاني اولس د جذبات او د خېرسګالۍ د څرګندونې علامت ده ٬ د دې نغمې د لارې د پاکستان او متحده عرب امارات د ورورولۍ اړيكي٬ شريك احترام او د مرستې قوي رشته رامخې ته كړې شوې ده