افغانستان څخه تاجکستان كښې د پولې پورې اړخ ته بريد٬ طلبان رجيم د ترهګرۍ په سرپرستۍ كښې فعاله

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د تاجکستان سټيټ کميټي فار نيشنل سکيورټي تصديق کړے دے چې افغانستان څخه په تاجکستان كښې د پولې راپورې اړخ تهد بريد په يوه بله پېښه كښې درې افغان وسله وال په امنيتي عملياتو كښې وژلې شوي دي٬ تاجك چارواكو له مخې وژلې شوي كسان په غېر قانوني توګه افغانستان څخه د تاجكستان په حدود كښې داخلېدل٬ د پولئيز وامنيتي اهلكارو په وخت …

اسلام آباد 26 دسمبر (اے پي پي) د تاجکستان سټيټ کميټي فار نيشنل سکيورټي تصديق کړے دے چې افغانستان څخه په تاجکستان كښې د پولې راپورې اړخ تهد بريد په يوه بله پېښه كښې درې افغان وسله وال په امنيتي عملياتو كښې وژلې شوي دي٬ تاجك چارواكو له مخې وژلې شوي كسان په غېر قانوني توګه افغانستان څخه د تاجكستان په حدود كښې داخلېدل٬ د پولئيز وامنيتي اهلكارو په وخت كاروائۍ په نتيجه كښې د ممكنه ترهګرۍ كاروائۍ ناكامه كړې شوې ٬ وژلې شوې افغان ترهګرو څخه په لويه كچه وسله وا بارودي هم ترلا لاسه شوي چې پكښې اېم-16 رائفل، کلاشنکوف ،اسالټ رائفل، درې پسټل، لس لاسي بمونه، نائټ وژن ډيوائس، بارودي مواد او نور عسكري ساز و سامان شامل دے۔ د تاجکستان سکيورټي اتھارټۍ له مخې په تېره يوه مياشت كښې افغانستان څخه په تاجکستان وسله وال تشدد، د ترهګرۍ هلې لې ځلې يا د غېر قانوني سرحدي دراندازي دا درېمه پېښه ده كومه چې په منطقه كښې د زياتو شوو امنيتي خطرو واضحه علامت ده٬ امنيتي ذريعو تر مخه په افغانستان كښې د وسله والو ترهګرو ډلو موجودګي د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره سنګين خطر جوړېږي٬ د دې نه وړاندې هم په پاکستان، ايران او نورو ګاٶنډي هېوادونو كښې افغانستان څخه د ترهګرو عناصرو د دراندازۍ يو شمېر پېښې رامخې ته شوي دي ٬ پاکستان د وړاندې نه په نړيوال فورمز د افغان طالبان رجيم لخوا ترهګرو ډلو ته پناه او د سهولتونو وركولو كوټلې شواهد وړاندې كړې دي٬ تازه پېښې د دې امر تصديق كوي چې د افغان طالبان په انتظام كښې افغانستان سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره يو مستقل او سنګين چېلنج جوړ شوے ٬ د سکيورټي پوهانو له مخئ افغان پولې څخه وسله او د تشدد مسلسل ترسيل د طالبان رجيم د امن ادعا بې نقابه كړې ده او د منطقې هېوادونه د ترهګرۍ زياتو شوو خطرو سره مخ دي

مزید خبریں