د شمالي كوريا مشر كم جونګ ان په كال 2026 كښې د نورو مېزائلو جوړولو امر

پيانګ يانګ۔26 دسمبر )اے پي پي) د قطبي كوريا لارښود كم جونګ چارواكو ته د پوځ زياتېدونكو ضروريات تر سره كولو لپاره د مېزائل پېداوار زياتولو او د نوو فېګټريو جوړولو امر وكړو۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه كم جونګ ان د وسلې جوړولو فېكټريو دورې په مهال هغوي ته په راروان مصروف كال كښې د چمتو پاتي كېدو امر وكړو۔ هغه ووئېل د وسله …

پيانګ يانګ۔26 دسمبر )اے پي پي) د قطبي كوريا لارښود كم جونګ چارواكو ته د پوځ زياتېدونكو ضروريات تر سره كولو لپاره د مېزائل پېداوار زياتولو او د نوو فېګټريو جوړولو امر وكړو۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه كم جونګ ان د وسلې جوړولو فېكټريو دورې په مهال هغوي ته په راروان مصروف كال كښې د چمتو پاتي كېدو امر وكړو۔ هغه ووئېل د وسله والو ځواكونو طلب ترمخه د مجموعي پېداواري صلاحيت لا زياتوالے ضروري دے ۔ هغه د نوو وسلې جوړولو فېكټريانو جوړولو هم امر وكړو۔ كم جونګ ان په بحيره جاپان د نوي قسم اوچت فضائي ٬ تر لرې فاصلې د ويشتونكو طياره شكن مېزائلو د تجرباتي لانچ هم څارنه وكړه۔ هغه ووئېل د خپل واكمن ګوند ٬ كورين وركرز پارټي 5 كاله پس وړومبۍ د كانګرېس غونډه د 2026 په ابتدا كښې متوقع ده چې پكښې به د جديد كارۍ او پېداوار نوې منصوبې وړاندې كولې شي

مزید خبریں