د پاکستان حکومت او اولس د مسيحي ورورولۍ په خوشحالو كښې برابر شريك دي۔ محسن نقوي

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي مسيحي ورورولۍ ته په کرسمس مباركي وركولو سره دوي سره د يووالي او د شرېكې خوشحالۍ څرګندونه كړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د مسيحي ورورولۍ په خوشحالو كښې برابر شريك دي، دا ورځ ټولو ته د مينې، قربانۍ، ورورولۍ او امن پېغام رايادوي۔ ده ووئيل حضرت عيسيٰ عليه سلام …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) داخله وزير محسن نقوي مسيحي ورورولۍ ته په کرسمس مباركي وركولو سره دوي سره د يووالي او د شرېكې خوشحالۍ څرګندونه كړې ده۔ د مباركۍ خپل پېغام كښې محسن نقوي ووئيل د پاکستان حکومت او اولس د مسيحي ورورولۍ په خوشحالو كښې برابر شريك دي، دا ورځ ټولو ته د مينې، قربانۍ، ورورولۍ او امن پېغام رايادوي۔ ده ووئيل حضرت عيسيٰ عليه سلام د روادارۍ، د انسانيت احترام او د همدردي درس وركړے او دا تعليمات يوې طبقې لپاره نه بلكې ټول انسانيت لپاره وٶ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د مذهبونو ترمېنځه همغږي او شريك احترام ته وده وركول يو قوي او د پرمختګ كړي پاكستان لپاره ضروري دي٬ د حکومت د عزم پخلي كولو داخله وزير ووئيل د هېواد د ټولو مذهبونو پيروکارو ته به يو برابر احترام، تحفظ او موقعې وركولې شي