د قائدِاعظم ژوند د قانون د سرلوړۍ او صداقت روښانه مثال دے۔ محسن نقوي

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي باني د باني قائدِاعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ھغوي غير متزلزل اصول، ديانت دارۍ او تاريخي هلې ځلې وستائېلې كومو چې د تاريخ مخ اړولے٬ بابائے قوم قائدِاعظم محمد علي جناح د سالګرې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د قائدِاعظم ژوند د قانون د سرلوړۍ او صداقت روښانه مثال …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي باني د باني قائدِاعظم محمد علي جناح ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د ھغوي غير متزلزل اصول، ديانت دارۍ او تاريخي هلې ځلې وستائېلې كومو چې د تاريخ مخ اړولے٬ بابائے قوم قائدِاعظم محمد علي جناح د سالګرې په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل د قائدِاعظم ژوند د قانون د سرلوړۍ او صداقت روښانه مثال دے۔ ده ووئيل د پاكستان باني د يو داسې رياست تصور وړاندې كړے كوم چې په قانون، مساوات او د مذهبي آزادۍ په بنيادونو ولاړ وي او قائد د اقليتونو د حقونو په تحفظ خاص زور راوړے۔ د قائدِاعظم وژن سره د خپل تړون پخلي كولو سره د كورنيو چارو محسن نقوي ووئيل قام له به د ايمان، اتحاد او نظم و ضبط رهنما اصول خپلول وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د تل پاتې پرمختګ خوشحالي يوازې د قائدِاعظم په لازواله نظريات د عمل د لارې ترلاسه كېدې شي۔