اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناح هلې ځلې او اصول پسندي ځوان كول لپاره د لارې مشال دے ٬ قائداعظم خپل ژوند كښې كله هم د خپلو اصولو سودا نه وه كړې۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په کنونشن سنټر كښې د "قائد پاکستان ۔ اړان پاکستان" دستورې ته خپلې وېنا …
د قائداعظم محمد علي جناح هلې ځلې او اصول پسندي ځوان كول لپاره د لارې مشال دے٬ قائداعظم پخپل ژوند كښې كله هم د خپلو اصولو سودا نه وه كړې۔ عطاء الله تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي د قائداعظم محمد علي جناح هلې ځلې او اصول پسندي ځوان كول لپاره د لارې مشال دے ٬ قائداعظم خپل ژوند كښې كله هم د خپلو اصولو سودا نه وه كړې۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په کنونشن سنټر كښې د “قائد پاکستان ۔ اړان پاکستان” دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال، د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او نور هم موجود وو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل دا ډول پروګرامونو څخه به د قائد ژوند، افکار، وژن او په اصولو پوهه كېدو له ډېره اساني رامخې ته شي٬ په كال 1876 كښې په وزير مينشن کراچۍ كښې د زېږېدونكې محمد علي جناح ژوند ځوانانو لپاره د لارې مشال دے٬ د قائد درې ځالانده اصول اتحاد، تنظيم او يقين محکم د هغوي د كاميابۍ بنياد وو۔ ده ووئيل قائداعظم محمد علي جناح په 19 كالو كښې بيرسټر جوړ شوے ؤ او ورته د نيمې وچې د كم عمره بيرسټر جوړېدو اعزاز هم ترلاسه ؤ ۔ ده ووئيل قائد اعظم محمد علي جناح مكمل هڅې او محنت خپل شعار ګرځولے ۔ ده ووئيل د د کانګريس څخه قائداعظم محمد علي جناح لارې د اصولي اختلاف په بنياد جدا شوې،٬ په ھغه وخت چې كانګرېس څه كول ھغه ورته قبول نه وٶ٬ قائد كله هم په د خپلو اصولو سودا نه وه كړې۔ ده په ځوانانو زور راوړو چې ھغوي د قائداعظم د 1908ء د فيروز شاه مهته کيس ضرور ولولي كوم چې د لوکل ګورنمنټ په حقله ٶ٬ په دغه مقدمه كښې نه يوازې قائد كاميابي ترلاسه كړه بلكې فيروز شاه مهته يې په ممبئي کارپوريشن كښې بحال كړو۔ وفاقي وزير ووئيل قائداعظم د دوه قامي نظريئې اصول كله هم نه و بریښودي۔ ده ووئيل په كال 1940 كښې په آل انډيا راډيو د يو كنفرنس په مهال قائد اعظم محمد علي جناح د “پاکستان زنده باد” نعره اووهله چې ورسره د نيمې وچې مسلمانانو كښې نوے اميد او د هلو ځلو كولو حوصله لا زياته شوه۔ ده ووئيل قائداعظم نه يوازې مسلمانان آزاد كړل بلكې په تاريخ يې يو داسې نقش پرېښودو كوم چې به تل قائم موجود وي۔ وفاقي وزير ووئيل پاکستان زمونږ شناخت او زمونږ وياړ دے، نن نړۍ پاکستان ته د يو مهم او وقار لرونكې هېواد په توګه ګوري او د پاكستان د سافټ پاور او دفاعي صلاحيتونو معترف ده۔ ده ووئيل بايد مونږ د خپل هېواد قدر وكړٶ٬ پاکستان د “لا اله الا الله” په سلوګن جوړ شوے او مونږ چې څه هم لرو د دې وطن په سبب دي










