صدر آصف علي زرداري په قلات كښې د هندي پراکسي فتنة الهندوستان په ضد په عملياتو سيکيورټي فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان په قلات سيمه كښې د هندي پراکسي فتنة الهندوستان په ضد په انټيلي جنس بېسډ كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې په كارروائۍ كښې د 12 هندي پراكسيز ترهګرو خاتمه د امن او استحکام …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري د بلوچستان په قلات سيمه كښې د هندي پراکسي فتنة الهندوستان په ضد په انټيلي جنس بېسډ كامياب عملياتو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت ووئيل چې په كارروائۍ كښې د 12 هندي پراكسيز ترهګرو خاتمه د امن او استحکام دښمانانو لپاره واضح پېغام دے۔ ده د پاکستان په حفاظت او د اولس د سلامتيا په دفاع كښې د امنيتي ادارو د بے مثال جرات او وظيفائي پوهې ستائنه وكړه