پاکستان د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د سټرو٬ غېر معمولي عزم٬ سياسي بصيرت او د زيرك لائحې نتيجه ده۔ د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د سټرو٬ غېر معمولي عزم٬ سياسي بصيرت او د زيرك لائحې نتيجه ده۔ د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې او د كرسمس په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د پاکستان جوړېدل يوازې د يوې منطقې د زمكې ټكړا ترلاسه كول …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني وئيلي دي چې پاکستان د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د سټرو٬ غېر معمولي عزم٬ سياسي بصيرت او د زيرك لائحې نتيجه ده۔ د بابائے قام قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې او د كرسمس په موقع خپل پېغام كښې ده ووئيل چې د پاکستان جوړېدل يوازې د يوې منطقې د زمكې ټكړا ترلاسه كول نه دي بلكې د نيمې وچې د مسلمانانو د اوږدو هلو ځلو بشپړتيا ده د كومې مشري چې قائداعظم محمد علي جناح ډېر په هوښتيارتيا او دور انديشۍ سره كړې۔ ده ووئيل چې قائداعظم يو عظيم مدبر، قانون دان او بے مثال لارښود ٶ چا چې پخپل ذهانت، اصول پسندۍ او ثابت قدمۍ سره د نيمې وچې مسلمانان په يو پلېټ فارم متحد كړي سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د دوه قامي نظريے په بنياد مسلمانانو لپاره د يو جلا وطن تصور ته عملي شكل وركړې چرته چې ټولو وګړو ته د مذهب، رنګ او نسل د تفريق نه غېر مساوي حقونه او مذهبي آزادي ترلاسه ده٬ هم دا ھغه وژن ٶ په كوم چې د پاکستان د يو جديد او فلاحي رياست جوړېدو بنياد اېښې شوې۔ په آخر كښې ده دعا وكړه الله پاك دې مونږ ټولو له د قائداعظم محمد علي جناح په نقشِ قدم تګ كولو سره د خوږ هېواد تعمير او ترقۍ لپاره په ګډه د كار كولو توفيق راكړي