سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ په کرسمس ډے مباركي وركړه

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د پاکستان مسيحي وګړو او په ګرده نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره وئيلي دي چې کرسمس هر ځل د اميد، امن او همدردي پيغام راوړي په دې۔ د كرسمس په موقع خپل پېغام كښې سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې کرسمس د مسيحي …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني د کرسمس د خوشحالۍ په موقع د پاکستان مسيحي وګړو او په ګرده نړۍ كښې مسيحي ورورولۍ له مباركي وركولو سره د نېكو هيلو څرګندونې كولو سره وئيلي دي چې کرسمس هر ځل د اميد، امن او همدردي پيغام راوړي په دې۔ د كرسمس په موقع خپل پېغام كښې سېنېټ چيئرمېن ووئيل چې کرسمس د مسيحي ورورولۍ لپاره ډېر بركتي او مقدس حېثيت لري كوم چې د امن٬ ورورولۍ او مينې پېغام وركوي۔ په دې موقع ده د بين المذاهب همغږۍ په وده زور راوړولو سره ووئيل چې د يو بل د عقيدو٬ر واياتو او مذهبي جذباتو احترام زمونږ د تولو مشتركه ذمه واري ده۔ ده بلنه وركړه چې راځۍ چې د نننۍ خوشحالۍ په موقع د دې لوظ تجديد وكړو چې ټولې طبقې او د مذهبونو مکاتب فکر به په ګډه خپل راتلونكي كول لپاره يو مضبوط، محفوظ او خوشحال پاکستان لپاره ګټور كردار لوبوٶ