نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې او كرسمس 2025 په موقع پېغام

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې او كرسمس 2025 په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې نن مونږ د باني پاکستان قائدِاعظم محمد علي جناحؒ سالګره لمانځلو سره سره د خپلو مسيحي وروڼو تهوار "کرسمس" هم لمانځو٬ دا مشترکه موقع د ھغه وژن او اخلاقي بنيادونو عکاسي كوي په كومو چې پاکستان …

اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د قائداعظم محمد علي جناح د سالګرې او كرسمس 2025 په موقع خپل پېغام كښې وئيلي دي چې نن مونږ د باني پاکستان قائدِاعظم محمد علي جناحؒ سالګره لمانځلو سره سره د خپلو مسيحي وروڼو تهوار “کرسمس” هم لمانځو٬ دا مشترکه موقع د ھغه وژن او اخلاقي بنيادونو عکاسي كوي په كومو چې پاکستان جوړ شوې ٶ۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې سينيټر محمد اسحاق ډار ووئيل قائداعظم محمد علي جناحؒ نه يوازې زمونږ د آزادۍ معمار ٶ بلكې د غېر متزلزل اصولو او غير معمولي بصيرت وړ يو عظيم مدبر هم ٶ۔ ده ووئيل چې په 11م اګست كال 1947 كښې خپل تاريخي تقرير كښې قائد واضح كړې چې د پاكستان رياست به د يو وګړي ترمېنځه فرق نه ساتي٬ د اقليتونو حقونه، مساوات او د مذهبي آزادۍ تحفظ زمونږ د آئين او قامي تشخص بنيادي ستن ده۔ ده ووئيل زه نن د دې ورځ مناسبت سره مسيحي مينه والو ته په كرسمس مباركي وركوم او د مذهبي آزادۍ، مساوات او تکثيريت لپاره د خپل غېر متزلزل عزم پخلې كوم، لكه څنګه چې زمونږ د پاكستان مشرانو تصور ٶ او كوم چې زمونږ په آئين كښې هم شته۔ ده ووئيل د پاکستان مسيحي وګړي په سياست، قامي دفاع، تعليم، ادب، فنون لطيفه، موسيقي، صحت، سماجي ښیګړه او د اولسي خدمت پشمول بېلو څانګو كښې مهم خدمات ترسره كوي٬ د دوي هلې ځلې زمونږ مشتركه پرمختګ ته وده وركوي او زمونږ قامي ژوند لا ښه كوي۔ نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل زه په آخر كښې يو ځل بيا د ګردې نړۍ مسيحي ورورولۍ ته په کرسمس مباركي وركوم او قائدِ اعظم محمد علي جناحؒ ته زبردست پېرزوئنې وړاندې كوم۔ پاکستان زنده باد