وزيراعظم شهباز شريف د كرسمس په موقع د ګردې نړۍ په خاص توګه د پاكستان مسيحي ورورولۍ ته مباركي

اسلام آباد ۔25 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرسمس خوشحالۍ او په بركت لرونكې موقع د ګردۍ نړۍ په خاص توګه د پاكستان مسيحي ورورولۍ ته د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د سماجي رابطه په وېب پاڼه ايكس يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئېل مونږ د حضرت عيسې عليه سلام د ژوند او تعليمات يادولو حوشحالي نماځو ٬ د چا د امن …

اسلام آباد ۔25 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف د كرسمس خوشحالۍ او په بركت لرونكې موقع د ګردۍ نړۍ په خاص توګه د پاكستان مسيحي ورورولۍ ته د زړه له كومي مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د سماجي رابطه په وېب پاڼه ايكس يو پوسټ كښې وزيراعظم ووئېل مونږ د حضرت عيسې عليه سلام د ژوند او تعليمات يادولو حوشحالي نماځو ٬ د چا د امن ٬ مينې ٬ خواخوږۍ او د اتحاد تر مخه زوال نه لرونكے پېغام چې نن هم د ټول انسانيت لپاره د لارې مشال دے۔ ده ووئېل حضرت عيسې عليه سلام د بے لوثه خدمت تر ټولو اعلې اصول خپل كړل او خپل ژوند يې د انساني ستونزو كمولو لپاره او د كمزورو طبقو ښه والي لپاره وقف كړو۔ وزيراعظم ووئېل د پاكستان مسيحي ورورولي زمونږ د قامي ټولنې يو مهمه او د وياړ وړ برخه ده۔ تعليم ٬ صحت او د سماجي ښیګړې په څانګو كښې د دوي د قدر وړ خدمات او د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د قام سره اوږه په اوږه وركرې قربانۍ د پېرزوئنو وړ او زمونږ لپاره د اجتماعي وياړ باعث دي۔ ده دعا وكړه چې دا اخترونه دې د خوشحالو نه ډك شې ٬ د همغږۍ رشتې دې قوي شي او د ټولو لپاره دې د امن ٬ هيلو او خوشحالۍ پېغام راوړي